|
ناټو: پوځي لار د حل يوازينۍ لاره نه ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د شمالي اتلانتيک د تړون ناتو لوى قوماندان جنرال جېم جونز په داسې حال کې په افغانستان کې د تاوترېخوالو د مخنيوى لپاره ، د ناتو ځواکونو د نوو پلانونو په اړه خبرې کړي چې د هېواد سوېلي سيمو کې د تاوترېخوالو د زېاتېدو له کبله ، وسله والو مخالفانو سره په جگړه کې دددغو ځواکونو پر بري د ځېنو کسانو سره شکونه پېدا شوي . جنرال جېم جونز په افغانستان کې د روانو تاوترېخوالو د کمولو او مخنيوى حل ېوازې په پوځي لارې کې نه وېني او ټينگار کوي چې د ناتو غړي هېوادونه بايد د پوځي عملېاتو ترڅنگ ، د بېارغونې د بهير د چټکولو پر نوېو لارو چارو غور وکړي . " زه دې ټکې ته اشار کوم چې په افغانستان کې د ٣٧ متحدو هېوادونو د شتوالي موخه داده چې په دې هېواد کې سوله ، امنيت او پايښت ټينگ او د بېارغونې او پرمختياېې پروژو د ترسره کولوزمينه برابره شي .څومره چې مو وس کې دي بايد د نړېوالو پام افغانستان کې بېارغونې او پرمختايي پر و گرامونو ته واړول شي ." دغه راز ښاغلي جنرال جونز پر نړېوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان په کليوالې او په تير بيا سويلي سېمو کې د بيارغونې د پروژو د ترسره کولو لپاره نورې مالى مرستې وکړي . داسې ښکاري چې د امرېکايي ځواکونو سره په توپير کې چې تيرو څو کلونو کې ډېر د ترهگرو او طالب پاتې شونو د ځپلو په جگړېزو عملياتو بوخت وو ، د ناتو ځواکونه غواړي چې د دې ترڅنگ د سېمو بېارغونې ته هم پاملرنه وکړي ، ځکه دوى وايي دې کار سره به سېمه ييز خلک په عملي ډول خپل ژوند کې د بدلون احساس وکړي او پر حکومت او نړېوالې ټولنې به ېې باور زېات شي ، هغه څه چې د ځينو په وېنا چې د نه شتون له کبله ېې اوسمهال د خلکو او دولت تر مېنځ لوى واټن رامېنځته شوى . د ناتو ځواکونو وار دمخه د افغانستان په سويل کې د کندهار ولايت د پنجوايي په ولسوالي کې په دغه کار لاس پورې کړى او دغلته د سړکونو ، روغتيا يي مرکزونو او د اوبو د بندونو پر جوړ ولو کار کوي . خو بل لورته لکه څنگه چې د افغانستان په سفر بوخت ېو امرېکايي سناتور جېم انهاف وايي په افغانستان کې د تاوترېخوالو د مخنيوى لپا ره باېد چې سېمه ييزو ادارو کې د فساد په وړاندې کلکه مبارزه وشي او د افغان امنيتي ځواکونو پياوړي کولو ته پاملرنه وشي . خو افغان ولسمشر حامد کرزى پر دغې مسالې سربيره ، په هيواد کې د روانو تاوترېخوالو د کمولو او مخنيوى لپاره ، د افغانستان څخه بهر د ترهگرو او وسله والو طالبانو د سرچېنو پر وچولو هم ټينگار کوي | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو : د قومي مشرانو د غوښتنو او ژمنو درناوى کوو28 اکتوبر, 2006 | خبرونه قانوني : حکومت له ناټو سره همغږي نه لري28 اکتوبر, 2006 | خبرونه ناټو:افغانستان جدي پانگونې ته اړتيا لري 19 اکتوبر, 2006 | خبرونه ناټو: که خلک ډاډ راکړي له نورو سيموهم وتلى شو18 اکتوبر, 2006 | خبرونه ناټو: پنجوايي به بيا ودانه کړو09 اکتوبر, 2006 | خبرونه ناټو: ځان مرگي بريدونه يوه ستره ننگونه ده09 اکتوبر, 2006 | خبرونه ناټو له پاکستانه د پوځي همکارى د پراختيا په هيله08 اکتوبر, 2006 | خبرونه ناټو د ټول افغانستان د امنيت مسوليت واخيست05 اکتوبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||