BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:56 گرينويچ 2006 ,09 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو: ځان مرگي بريدونه يوه ستره ننگونه ده
ناټو
ناټو وايې چې له تخنيکي اړخه پر داسې لارو چارو غور کوي چې پايله يې د دغو بريدونو د اغيز کمى راوتى شي
په افغانستان او په ځانگړې توگه په پلازمينه کابل کې د ځان مرگو بمي بريدونو او د سړک پر غاړه له ليرې دکنټروليدونکو بمي چاودنو له اړخه د ناتو د قوماندانانو انديښنو په داسې حال کې زور اخيستى چې له څه مودې راهيسې د دا ډول بريدونو په کچه کې په څرگنده زياتوالى راغلى .

که څه هم چې د دغو بريدونو قربانيان ډيرځله ملکي وگړي او عام لارويان وي خو بريدکونکي ظاهرا د گوزارونو لپاره تر ډيره پوځي او حکومتي هدفونه ټاکي . په دې کې د ناتو ايساف په سرتيرو هم د گزمو په مهال د پام وړ بريدونه کيږي او هر بريد په خپل وار تر شا مرگ ژوبله پريږدي .

دا هغه څه دي چې په کابل کې د ناتو د ميشتو ځواکونو قوماندانان يې د لويديځ حساسيتونو ته په کتو سره له پامه نشي غورځولى . په کابل کې د دغو ځواکونو ساحوي قوماندان جنرال فرانک لوبيرت د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته په خپلو څرگندونو کې دا ډول بريدونه د خپلو سرتيرو په وړاندې جدي گواښ وباله .

د ناتو د ځواکونو دغه جنرال وويل دوى د دغه گواښ په وړاندې بې تفاوته نشي پاتې کيداى او لا له وړاندې يې د بريدونو د اغيز د کمولو لپاره له تخنيکي اړخه د نويو لارو چارو پر موندلو غور پيل کړې دى .

دا چې دغه لارې چارې څه کيدى شي جنرال يې په اړه ډير وضاحت ورنکړ ، خو تر دې وړاندې د امريکا په مشرۍ اتلافي ځواکونو افغانستان ته د داسې زغره والو پوځي گاډو د راوړو تکلونه ښکاره کړي ول چې د بمي بريدونو په ازميښت کې خورا کلک راوتلي دي .

کيدى شي چې د ايساف ځواکونه هم په ورته گاډو د خپلو پوځي تولگيو د سمبالولو تکل ولري . خود دې چارې سر ته رسول هم ښايي د وخت خبره وي .

له بل لورې د ناتو چارواکي په کابل کې د ځانمرگو بريدونو او له ليرې د کنټروليدونکو بمي چاودنو د ډيروالي لامل د سويلي ولايت کندهار په زيړۍ او پنجوايي کې د مديوسا د عملياتو په مهال طالبانو ته د اوښتې مرگ ژوبلې د بدلې هڅه بولي .

په کابل کې د خبري کنفرانس په مهال جنرال لوبرت په دې هم ټينگار کاوه چې له بالقوه گواښ سره سره دغه بريدونه د ښار او د ښار د شاوخوا سيمو د امنيت د خونديتوب په اړه د دوى د ماموريت په موخو کې بدلون نشي راوستاې .

ورسره تړلي نور خبرونه
د ناټو دفعاليت ساحه پراخيږي
03 اکتوبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت