BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:41 گرينويچ 2006 ,04 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جگړو په لسگونو زره بيځايه کړيدې

افغانستان
UNHCR : هلمند ، کندهار او اوروزگان کې دجگړو له امله ٨٠-٩٠ زره خلک بېځايه شويدي
افغانستان کې د مهاجرينو لپاره د ملگرو ملتونو اداره وايي په جنوبي ولايتونو کې د وروستيو جگړو له امله ٩٠٠٠٠ کسان بيځاىه شويدي

دغه اداره وايي د افغانستان په ٣ جنوبي ولايتونو کندهار ، ارزگان او هلمندکې د امنيتي ځواکونو او طالب اورپکو ترمنځ وروستيو جگړو له امله تقريبا ١٥٠٠٠ کورني له خپلو سيمو څخه بي ځايه شوي چې ټوله تقريبي شميره يې ٨٠ – ٩٠ زرو کسانو ته رسيږي

د امنيت د نشتوالي له امله چارواکي نشي کولاى په اغيزمنو سيمو کې د بيځاىه شوو خلکو دقيقه شميره معلومه کړي

يو زيات شمير بيځايه شوي خلکو د خپلو خپلوانو په کورونو کې اوسيږي خو ځينې نور يې هغو کمپونو ته تللي چې له پخوا نه دبيځاىه شوو خلکو لپاره جوړ شوي و

مهاجرينو لپاره د ملگرو ملتونو اداره وايي په پخوانيو کمپونو کې تقريبا ١١٦٠٠٠ کسان اوسيدل او اوس د نوو خلکو په ورزياتيدو سره دا شميره شاوخوا ٢٠٠٠٠٠ ته رسيدلې ده

پداسې حال کې ژمى په رارسيدو دى د بيځاىه شوو خلکو د ژوند په اړه انديښنې په زياتيدو دي

دا پداسې حال کې ده چې دافغانستان په كندهار ولايت كې نن چهارشنبه بيا دڼاټو پر ځواكونو دريموټ كنټرول بم بريد شوى

د سه شنبه په ورځ ديوې وسله والې نښتې په ترڅ كې دناټوځواكونوته مرګ ژوبله وراوښتې وه ،جګړه دكندهار په سويل كې په ژېړۍ ولسوالۍ كې شوىې ده،داهغه ولسوالې ده چې چارواكي ئې اوس مهال له طالبانو پاكه بولي

دغه جګړه ترپروني ځانمرګي بريد سمدستي وروسته پيل شوه، دايساف دځواكونويوه پوځي وياند په كندهاركې زموږخبريال ته ويلي چې په جګړه كې طالبانوته هم مرګ ژوبله اووښتې ده

ننۍ چاودنه دژېړۍ ولسوالۍ په سياچوى سيمه كې شوې ده، دچاودنې خبر وسله والو طالبانو وركړ اوويه ويل چې دادريموټ كنټرول بم بريد وواودطالبانو په وينا نړۍ والو ځواكونوته ئې مرګ ــ ژوبله ورواړوله،خودكندهار په هوائي ډګر كې دناټو دځواكونو يوه پوځي وياند جګړن مورايل بيا وويل چې په چاودنه كې ځواكونه نه دي زيان من شوي اودده په وينا يوپوځي موټر ئې څه ناڅه زيان من شوى دى

هاخوا پرون په همدغه ولسوالۍ كې دوسله والو طالبانو او نړۍ والو ځواكونو ترميانځ سخته نښته وشوه او دا ترټولولويه مرګ ژوبله وه چې په دې وروستيو كې په يوه نښته كې نړۍ والو ځواكونوته ورواوښته

ناټووائي چې دوه سرتېري ئې وژل شوي اواته ((۸)) نورئې ژوبل دي،دكندهار په هوائي ډګركې دايساف دځواكونويوه پوځي وياندجګړن مورايل بي،بي،سي ته وويل چې جګړه ډېره زوره وره وه،دده په خبره طالبانوته هم مرګ ژوبله وراوښتې خودائې څرګنده نه كړه چې په جګړه كې څومره طالبان وژل شوي دي

خو طالبان ادعاکوي چې دجګړې په ترڅ كي ئې ((۱۵))نړۍ وال سرتيري وژلي او ټپيان كړي دي، د طالبانو يو وياند قاري يوسف وويل چي طالبانو ته ګواكي په دغه جګړه كې هيڅ ډول مرګ ژبله نده ور اوښتې

جګړه د كندهار په سويل لويديځه ولسوالۍ ژړۍ كې د پاشمول سيمه ته څېرمه شوې ده . دا هغه سيمه ده چي نژدې دوې اونۍ وړاندي يې ځايي چارواكو او نړيوالو ځواكونو له طالبانو څخه د پاكېدو اعلان وكړ

خونن په كابل كې دآيسافيوه پوځي وياند جګړن لوك كينيټيګ بي بي سي ته وويل چې په ژېړۍ او پنجوائي ولسواليو كې اوس هم دبريدونو امكان شته

طالبان وائي چې دوى په دغو سيمو كې شتون لري او ځيني سيمې تر خپل واك لاندي ساتي،خوجګړن لوك كينيټيګ ټينګار كوي چې ورته بريدونه به ددوى دبيارغونې دچارو اودمرستو دوېشلو دلړۍ په وړاندي لوى خنډ نه وي

په كندهاركې له امنيتي ننګونوسره مخامخ شوې چې غواړي دآئيساف ماموريت دافغانستان ختيځ ته وغځوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت