 | | | ډان ايورتس : له ډيرو ننگونو سره مخامخ يو |
ناټو وايي ډير ژر به د خپل ماموريت ساحه ټول افغانستان ته وغزوي اود هيواد په ختيځ کې به هم د ځواکونو قومانده ترلاسه کړي لويديځ واله پوځي ټلواله ناټو وايي د پنجشبه په ورځ به د افغانستان په ختيځ کې ډېرى امريکايي پوځيان د دوى تر قوماندې لاندې راشي او په دې توگه به په ټول افغانستان کې د پوځي عملياتو قومانده له دوى سره وي. ناټو دا مهال دو دېرش زره پوځيان په افغانستان کې لري. شاوخوا اته زره امريکايي پوځيان به چې د القاعدې پر ضد هوايي عمليات تر سره کوي، د متحده ايالتو ترمخامخ قوماندې لاندې پاتې وي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو نوي ملکي استازي Daan Everts ويلي چې د طالب اورپکو له خوا ډېرېدونکو بريدونو او نوو تکتيکونو ته مخه کولو دوى له لوىو ننگونو سره مخامخ کړي دي.
|