|
ناټو د ټول افغانستان د امنيت مسوليت واخيست | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناټو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ختيځ ولکه هم ترلاسه کړه چې ورسره د امريکا په مشرۍ ټلوالې څخه د پوځي قوماندې د لېږدولو کار بشپړ شو. دا د ناټو په مشرۍ د سوله ساتو ځواکونو- آيساف قوماندې ته د لېږدېدو وروستى پړاو دى چې په ترڅ کې به يې د ټول افغانستان ولکه د هغوى لاس ته ورشي. ختيځ ولايتونه به چې تر اوسه د امريکايي ځواکونو په ولکه کې وو، له دولس زرو امريکايي پوځيانو سره يوځاى د برتانوي ډگرجنرال ډېوېډ ريچارډز تر قوماندې لاندې راشي. په دې سره به په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو ټوله شمېره نژدې ٣٢ زرو ته ورسېږي. امريکا به د پخوا په څېر پرخپلو اتو زرو پوځيانو ولکه وساتي چې هوايي پرسونل او د لوژستيک کارکوونکي پکې راځي. خو د آيساف ځواکوونه به هم له دغو آسانتياوو څخه گټه پورته کولى شي. د امريکا ځانگړي ځواکونه به له پاکستان سره پر پوله د ترهگرۍ ضد عمليات هماغسې جاري ساتي او په اسامه بن لادن او د القاعدې په نورو فعالينو پسې به لټون کوي. دا له هغه څه نه چې آيساف يې ترسره کوي توپير لري. د آيساف ماموريت د ياغيانو ټکول دي چې ډېر ټينگار پکې (د سيمې پر) پرمختيا کېږي. د ناټو په مشرۍ ځواکونه لاهم هيله من دي چې غړي هيوادونه به ورته نور پوځيان هم ورکړي او يوشمېر هيوادونه به د پوځي عملياتو په برخه کې اوسني کلک محدوديتونه پورته کړي چې ورسره به د هيواد په جنوب کې د جگړې لپاره نور امکانات هم چمتو شي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||