BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:15 گرينويچ 2006 ,28 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو : د قومي مشرانو د غوښتنو او ژمنو درناوى کوو

ناټو
ناتو دا گڼي چې د موسى کلا تجربه د بيا رغوونې لپاره يو ښه فرصت دى
له موسى کلا وروسته د هلمند له يوې بلې ولسوالۍ سنگين نه د ناتو د ځواکونو د راوتو په تړاو په مطبوعاتو کې د راغلو رپوټونو انگيزه د تيرې اونۍ په وروستيو کې د يوه خبري کنفرانس په مهال په کابل کې د ناتو د ملکي وياند څرگندونې وې .

دغه وياند ويلي وو چې د سنگين په ولسوالۍ کې د دوى د ځواکونو او قومي مشرانو تر مينځ د خبرو او تماسونو له برکته دغلته حالات اوس ډير ارام دي او دا چې کيدى شي په موسى کلا کې د سولې او ثبات لپاره په پام کې نيول شوى جوړ جاړى په نورو سيمو کې هم وشي .

خوپه مطبوعاتو او رسنيو کې د دې رپوټونو په وړاندې چې له موسى کلا وروسته اوس د ناتو ځواکونه د سنگين له ولسوالۍ نه هم د راوتو تابيا نيسي ، د دغو ځواکونو د سرچينو غبرگون دا وو چې گواکې د وياند مارک ليتي له څرگندونو ناسم تعبير شوى او دا چې د موسى کلا او سنگين حالات له يو بل سره توپير لري.

په دې اړه په کابل کې د ناتو پوځي وياند جگړن لوک کينيټيگ بي بي سي ته وويل چې تر اوسه په هيڅ بله کومه سيمه کې د ورته گام د پورته کيدو څه نښې نښانې نشته :

(( تر اوسه په هيڅ بله کومه ځانگړې سيمه کې د هيڅ کوم ځانگړي جوړ جاړي ترتيبات نه دي نيول شوي او نه داسې کومه ځانگړې پرمختيا شته چې د موسى کلا په څير دې قومي مشران راغلي وي او د پايدونکي ثبات ډاډ يې ورکړى وي . ))

خو وياند دا خبره چورلټه رد نه کړه چې د موسى کلا تجربه به نه تکراريږي . ده وويل افغانستان پر دوديز جوړښت ولاړه ټولنه ده او دوى د قومي مشرانو د غوښتنو او ژمنو درناوى کوي .

(( زه په يقين سره دا وضاحت ورکولى شم چې موږ د هلمند په گډون د خپل ماموريت په هره سيمه کې له قومي مشرانو سره خبرې کوو او د هغوى وړانديزونو ته غوږ نيسو. موږ پوهيږو چې افغاني ټولنه دوديز جوړښت لري او خلک د خپلو مشرانو د پريکړو درناوى کوي . خو هر څه د هغه ډاډ په کچه پورې اړه لري چې قومي مشران يې د سولې او ثبات د پايدو له اړخه ورکولى شي . ))

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د جمعې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې ويلي وو چې دى د موسى کلا د تجربې ملاتړى دى او که قومي مشران وغواړي دغه تجربه هر چيرې تکراريدى شي .

(( افغانستان سولې او امن ته اړتيا لري . دا چې له هرې لارې راتلاى شي موږ يې غواړو . که دا د مذاکرې او د ولس د ملاتړ له لارې وي نو بيا تر ټولو غوره ده . امن هلته وي چې ولس واکمن وي . د موسى کلا سپين ږيري ماته راغلي ول . مايې د سولې په راوستو کې وړانديز ومانه . که د افغانستان په بله هره سيمه کې مشران په ورته بڼه رامخې ته کيږي ، زه يې وړانديز منم او باور مې دادى چې همدا به د افغانستان د خلکو په ښيگڼه وي .))

 زه په يقين سره دا وضاحت ورکولى شم چې موږ د هلمند په گډون د خپل ماموريت په هره سيمه کې له قومي مشرانو سره خبرې کوو او د هغوى وړانديزونو ته غوږ نيسو
د ناټو وياند
له موسى کلا نه د ناتو د ځواکونو په راوتو پسې داسې انگيرنې هم رامينځ ته شوې چې ناتو گواکې په دغه سيمه کې په خپل ماموريت کې پاتې راغلې . دا ډول انگيرنو ان د لويديځ دننه هم پر ناتو نيوکې راوپارولې . خو وياند کينيټيگ دغه نيوکې د ناسم پوهاوي پايله بولي .

(( په موسى کلا کې د سولې د شوي جوړ جاړي په اړه ځينې انديښنې رامينځ ته شوي. البته کيدى شي چې دا د ناسم پوهاوي پايله وي . خو د شوي جوړ جاړي معنى دا نه ده چې موږ به موسى کلا ته نه ورگورو . د شوې پرکړې له مخې موږ ته دا حق خوندي دى چې له اړتيا سره سم هر کله چې وغواړو سيمې ته ورستانه شو. ))

په ټوله کې د ناتو سرچينې وايي چې د سولې او ثبات د راوستو په بهير کې د قومي مشرانو د ونډې پراختيا او په دې اړه وروستيو پريکړو ته رسيدل د افغان حکومت ، ناتو او قومي مشرانو يوه درې اړخيزه هڅه ده او د ټولو خواوو په موافقې او گډ کار پورې اړه لري .

ناتو دا هم گڼي چې د موسى کلا تجربه د بيا رغوونې لپاره يو ښه فرصت دى . ددې بيلگه هغه شاوخوا ١٥٠ پروژې ياديږي چې ددغه ولسوالۍ د پرمختگ لپاره د ملي پيوستون د پروگرام په چوکاټ کې منظور شوي .

دغه پروژې په عمل کې تر اوسه نه دي پېل شوي . خو ډير دا هم گڼي چې د دغو پروژو له عملي پيل سره سم به دا خبره هم جوته شي په دغه ولسوالۍ کې د سولې د راوستو په تړاوو شوې موا فقه څومره پايدونکې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت