BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:20 گرينويچ 2006 ,28 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
قانوني : حکومت له ناټو سره همغږي نه لري

يونس قانوني
يونس قانوني وايي که د حکومت او ناټو ترمنځ همغږي واى د ملکي کسانو د وژنې مخه به نيول شوې واى
تر هغې يوه ورځ وروسته چې افغان ولسمشر حامد کرزي د ناټو سره د پوځي عملياتو د هم غږۍ په سر خبرې وکړې د ولسي جرگې مشر په حکومت نيوکه وکړه چې لا تر اوسه هم په پوځي عملياتو کې د افغان او ناټو ځواکونو تر منځ هم غږي نه شته .

يونس قانوني په دې برخه کې استخباراتي ادارې هم گرمې وبللې چې وسله والو ځواکونو ته بې بنسټه رپوټونه ورکوي .

د افغان ولسمشر حامد کرزي د خبري کنفرانس نه يوه ورځ وروسته د ولسي جرگې مشر يونس قانوني دولت گرم وباله چې گواکې دده په وينا په پوځي عملياتو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو تر منځ د هم غږى نشتوالى د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې سبب گرځي .

هغه په دې کار کې استخباراتي څانگې هم پړې وبللې چې پوځي ځواکونو ته بې بنسټه رپوټونه ورکوي .

(( موږ اوس هم دا احساسوو چې اطلاعات په شخصي او سياسي انگيرنو ورکړل کيږي او په توله کې دغه راز رپوټونه بې بنسټه هم وي ، په افغانستان کې پخوا هم په بې بنسټو رپوټونو ستونزې وزيږيدې او اوس هم هماغه تجربې تکراريږي ، بايد داسې يوه تگلاره غوره شي چې لومړى راغلي اطلاعات وارزل شي او وروسته پوځي ځواکونو ته وسپارل شي . په هره شخصي اطلاع نه ښايي چې سيمې بمبارد شي . تر هر څه لومړنۍ کار دا دى چې اطلاعات سره کره شي .))

ښاغلي قانوني د حکومت دا خبره و نه منله چې گواکې په پوځي عملياتو کې څه نا څه هم غږي شته هغه وايي که چيرته هم غږي واى نو د کندهار په پنجوايى او د کونړ په شيگل ولسواليو کې به ولسي خلک د مرگ تر کومې نه تيريداى :

 موږ اوس هم دا احساسوو چې اطلاعات په شخصي او سياسي انگيرنو ورکړل کيږي او په توله کې دغه راز رپوټونه بې بنسټه هم وي
قانوني

(( تر اوسه د اطلاعاتو ارزونه نه شته سره له دې چې ځيني دوستان دا دعوا کوي چې څه نا څه هم غږي شته خو که چيرته د دغې هم غږى تتې نښې هم واى نو د اختر په شپو ورځو کې به د کندهار په پنجوايى کې دومره مرگ ژوبله نه پيښيده ، که هم غږي واى نو بهرنيو ځواکونو به د کورونو پلټنې نه کولې چې دې کار قومي مشران هم خوابدي کړي دي .))

سره له دې چې افغان حکومتي چارواکو په وار ، وار د پوځي ځواکونو تر منځ د هم غږى خبرې کړي خو د ډيرو په گومان د عمل په ډگر کې له کله نه چې بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلي په پر له پسې توگه يې د خپلو عملياتو په ترڅ کې ولسي وگړي وژلي او مالي تاوانونه يې ور اړولي دي .

داسې ښکاري چې نن سبا دغې ستونزې په عامو وگړو ، سياسي کړيو او خبري رسنيو کې تاوده بحتونه راپارولي دي ، ښايي له همدې کبله ولسمشر کرزى د ناټو د مشرانو سره په اړه خبرې وکړي چې څنگه په پوځي عملياتو کې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې مخه ونيوله شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت