BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:28 گرينويچ 2006 ,27 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : د ملکي کسانو پر وژنې له ناټو سره خبرې کوم

ولسمشر کرزى او د ناټو پوځي مشران
ولسمشر کرزي له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان پوځ سره دې مرستې وکړي ځکه له دې پرته د ده په وينا د ناټو او افغان پوځ ترمنځ د همغږۍ راوستل ستونزمن کار دى
د افغان ولسمشر ننۍ خبري غونډه په افغانستان کې د ناټو په هوايي بريدونو کې د عامو وگړو پر وژنې او په دغه هيواد کې د مخالفينو پر بريدونو را ټوله وه.

ولسمشر کرزي په کندهار کې د ملکي کسانو پر وژنې خواشيني وښوده او ويې ويل چې د دا ډول پيښو د مخنيوي په موخه به له نړيوالو ټولنې سره د پاليسۍ او عمل په مجلس کې خبرې اترې وکړي.

(( دا غوښتنه مو مخکې هم کړې،بيا يې هم تکراره وو او د دوشنبې په ورځ مو د پاليسۍ او عمل مجلس دى . په هغه کې د افغان حکومت او ټوله نړيواله ټولنه ده او دا خبره به مطرح کړو چې هماهنگي څنگه ډيره کړو ؟ پنځه کاله د افغانستان د آزادۍ نه تير شول خو اوس هم د ملکي کسانو تلفات جريان لري. هم د خارجي تلفاتو بار زموږ په اوږو دروند شوى او هم زموږ دخلکو تلفات او شهادت د افغانستان په اوږو درند شوى چې دا ورځ په ورځ درنيږي.))

که څه هم افغان ولسمشر په ځانگړي توگه د کوم هيواد نوم وانه خيست خو يوځل بيا يې ټينگار وکړ چې د ترهگرو اصلي ريښې او روزنيز مرکزونه په افغانستان کې نشته او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې ددغې پديدې د له منځه وړلو لپاره دې ددوى اصلي ځالې له هيواده بهر په نښه کړي.

ښاغلي کرزي وويل ترهگر د خلکو له کورونو او جوماتونو ناوړه گټه اخلي نو ځکه د پوځي عملياتو پرمهال عامو وگړو ته مرگ ژوبله اوړي.

هغه همدارنگه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان پوځ سره دې مرستې وکړي ځکه له دې پرته د ده په وينا د ناټو او افغان پوځ ترمنځ د همغږۍ راوستل ستونزمن کار دى.

(( هلته چې افغانستان توان لري هلته تلفات لږ دي، هلته هماهنگي بهتره ده،هلته مو خبره او نظر هم اوريدل کيږي خو د هوايي قواوو له لحاظه افغانستان هيڅ هم نه لري. څه چې مو درلودل په تنظيمي جنگو کې،د طالبانو په شپو کې او تر هغه وړاندې ټوک ټوک شول. تر هغه چې افغانستان د خپل هوايي ځواک خاوند نه شي ،خپلې الوتکې و نه لري ،خپل امکانات ونه لري پوره هماهنگي او پوره نظم راوستل به مشکله خبره وي.))

له دې وړاندې هم له نړيوالې ټولنې غوښتل شوي و چې د پوځي عملياتو په ترڅ کې له احتياطه کار واخلي خو د ښاغلي کرزي په وينا دغو خبرو دومره مثبتې پايلې نه دي لرلي.

نژدې دوه ورځې وړاندې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ناټو د هوايي بمباريو په ترڅ کې لسگونه عام وگړي ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت