|
سپنتا له ولسمشر مشرف سره پر طالبانو غږيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا د پاکستان په دوه ورځني سفر نن ( جمعه د چنگاښ ٢ د جون ٢٣ ) اسلام اباد ته رارسيدلى دى چې پاکستاني مشرانو سره په پاک افغان پوله امنيت ټينګولو او د طالبانو په ضد د دواړو هيوادونو د همکارۍ په اړه خبرې وکړي. د پروګرام ترمخه به ښاغلى سپنتا نن ولسمشر جنرال پرويز مشرف سره وويني او د پاکستان خارجه وزير خورشيد قصوري سره به رسمي خبرې وکړي. د اپريل په مياشت کې د افغانستان په کابينه کې د بدلونونو او د ښاغلي سپنتا د خارجه وزير په حيث له ټاکلي کيدو وروسته دا اسلام اباد ته د ده لومړى سفر دى. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ښاغلي سپنتا ته د تيرې چارشنبې په ورځ د آذربايجان په پلازمېنه باکو کې د يوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان د سفر بلنه ورکړې وه. د ښاغلي سپنتا پاکستان ته سفر په داسې حال کې کيږي چې دواړو هيوادونو په دې وروستيو کې د يو بل په ضد د تودو بيانونو تبادله کړې وه. ډيپلوميټکي او دولتي سرچينى وايي چې دواړه غاړې به د اعتماد د بحالۍ لپاره هم په ګامونو غور وکړي. افغان حکومت ګيله کوي چې اورپکي اوس هم له پاکستاني خاورې څخه افغانستان ته داخليږي او دا چې پاکستان دې د هغوى د مخنيوي لپاره نور ګامونه واخلي. پاکستان دا تورونه ردوى او وايي چې د مشکوکو کسانو د غيرقانوني تګ راتګ د مخنيوى لپاره يې افغان پولې سره نژدې شاوخواه ٨٠٠٠٠ عسکر ځاى په ځاى کړي دي. پاکستاني ولسمشر جنرال پرويز مشرف څو ورځې وړاندې يو عربي ټيلي ويژن ته په مرکه کې وويل چې افغانستان کې دننه امنيت د پاکستان نه بلکې د افغان ادارې مسوليت دى. | ورسره تړلي نور خبرونه ډاکټر سپنتاد پاکستان په بلنه اسلام اباد ته ځي22 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||