BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:24 گرينويچ 2006 ,22 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ډاکټر سپنتاد پاکستان په بلنه اسلام اباد ته ځي

سپنتا
د ولسمشر کرزي په کابينه کې تر بدلون وروسته دا پاکستان ته د ښاغلي سپنتا لومړنى سفر دى
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا د پاکستان په دوه ورځني سفر د جمعې په ورځ اسلام اباد ته راتلونکى دى چې له پاکستاني مشرانو سره په دواړخيزه مسالو خبرې وکړي .

ډيپلوميټکي او حکومتي سرچيني وايي چې خبرو کې به په پاک افغان پوله امنيت او د طالبانو په ضد د همکارۍ زياتول مهم ټکي وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت يو بيانيه وايي چې ښاغلي سپنتا اسلام اباد ته د سفر په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير خورشيد قصورى بلنه منلې ده.

ښاغلي قصورى خپل افغان هم منصب سره د آذربايجان په پلازمېنه باکو کې تيره ورځ غونډه وکړه چې دواړه خارجه وزيران دغلته د اسلامي هيوادونو د تنظيم ،او آئى سى، د خارجه وزيرانو غونډې کې د ګډون لپاره ورغلي وو.

بيانيه وايي چې ښاغلى سپنتا پاکستاني وزير ته وويل چې د اسلام آباد سفر ته سترګه په لار دى چې د دواړو هيوادونو ترمينځه په مهمو مسالو به خبرې وکړي.

ښاغلي قصورى هيله څرګنده کړه چې د افغان وزير سفر به دواړو هيوادونو ته موقعې په لاس ورکړي چې د دوه اړخيزه مشکلاتو د حل کولو لپاره په لارو چارو غور وکړي.

دواړه غاړې به د اعتماد د بحالۍ لپاره هم په ګامونو غور وکړي.

دا به په افغان کابينه کې له بدلون وروسته پاکستان ته د ښاغلي سپنتا لومړى سفر وي.
د ښاغلي سپنتا پاکستان ته سفر په داسې حال کې کيږي چې دواړو هيوادونو په دې وروستيو کې د يو بل په ضد د تودو بيانونو تبادله کړې وه.

افغان حکومت ګيله کوي چې اورپکې اوس هم د پاکستاني خاورې څخه افغانستان ته داخليږى او دا چې پاکستان دې د هغوى د مخ نيوي لپاره نور ګامونه واخلي.

پاکستاني ولسمشر جنرال پرويز مشرف تيره ورځ يو عربي ټيلي ويژن ته په مرکه کې وويل چې افغانستان کې دننه امنيت د پاکستان نه بلکې د افغان ادارې مسوليت دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت