|
پاکستان : نن مو په لسگونو اورپکې وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني پوځ قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان کې د اورپکو درې مرکزونه د منځه وړلو او د بعضو جنګيالو د وژلو ادعا کړې ده. د پوځ وياند تورن جنرال شوکت سلطان وويل چې ګن شپ ( توپ لرونکو ) چورلکو د وزيرستان په زمزوله سيمه کې د اورپکو په مرکزونو نن سهار ( د جنوري ١٦ د مرغومي ٢٦ ) هغه وخت بريد وکړ چې د دۀ په وينا اورپکې په روزنه بوخت وو. د تورن جنرال شوکت سلطان په وينا د بريد په وخت په سيمه کې د ٢٥ او ٣٠ ترمينځه اورپکې موجود وو.لا تر اوسه آزادو سرچينو د پوځ د ادعاو تاييد نه دى کړى . زمزوله نومي کلى د جنوبي وزيرستان د مرکز واڼې نه ٤٥ کلوميتره ليرې د جنوبي او شمالي وزيرستان ترمينځه پروت دى. د ځايي خلکو له خولې ويل شوي چې سهار ٥ بجې يې سيمه کې د چورلکو آوازونه تر غوږ شو . د پوځ وياند وويل چې تر څه وخت يې بمبار شوې سيمه څارله او عمليات د اورپکو د فعاليتونو په اړه د قوي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پيل شو. د ٢٠٠٤ کال جولاى په مياشت کې د پاکستاني پوځ او اورپکو ترمينځه د يوۀ تړون راهيسې جنوبى وزيرستان کې وضعه تر څه حده آرامه وه . د پوځ وياند وايي سهار پنځه منټه کم اووۀ بجې په ترسره شويو عملياتو کې پاکستاني پوځ ته هيڅ زيان نه دى رسيدلې . شمالي وزيرستان کې هم د تير کال سپټمبر د مياشتې د امن موافقې يا تړون راهيسې امنيت ټينګ دى. پاکستاني پوځ وايي چې ٢٠٠١ کال کې د طالبانو په ضد افغانستان کې له بريدونو وروسته د القاعدې ګڼ شمير غړيو د پاکستان په قبايلي سيمو کې پناه اخېستې وه. پاکستاني پوځ په تيرو ٥ کالو کې د القاعدې ، طالبانو او د هغوى د محلي يا ځايي پلويانو په ضد عمليات کړي دي او گڼ شمير کسان يې وژلي دي . دغه وروستى بريد په داسې وخت کې شوى چې د امريکا د استخباراتو د څانگې مشر تيره اوونۍ وويل چې پاکستان د القاعدې په پناه ځاى بدل شوى دى . دا هغه تور و چې اسلام اباد په کلکه رد کړ . | ورسره تړلي نور خبرونه امريکا: د القاعدې پناه ځاى پاکستان دى12 جنوري, 2007 | خبرونه م م: په پوله ماين او دېوال مسايل نه حل کوي27 دسمبر, 2006 | خبرونه پاکستان پر ديني مدرسې بمباري وکړه30 اکتوبر, 2006 | خبرونه بلوڅ مشر : پاکستاني پوځ په لسگونو کسان وژلي19 دسمبر, 2005 | خبرونه مشرف : له اسراييل سره اړيکي مهمې دي14 نومبر, 2005 | خبرونه پاکستاني مدرسو نوم ليکلو ته غاړه کيښوده23 سپتمبر, 2005 | خبرونه بلوڅان اسلام اباد په ترهه گرۍ تورنوي16 جنوري, 2005 | خبرونه پاکستان کې په يوه بمي چاودنه کې نژدې ٣٠ کسان وژل شوي دي 20 مارچ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||