BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:14 گرينويچ 2007 ,28 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پېښور د ممکنه ځانمرگي بريد پلټنې پيل شوې
 د پېښور د پوليسو وژل شوى مشر
په وژل شويو کسانو کې د پېښور د پوليسو مشر ملک سعد هم شامل دى
پاکستاني پوليس وايي د هغې چاودنې په باب يې پلټنې پيل کړي چې د پېښور د پوليس مشر ملک سعد او يو شمير نور کسان پکې ووژل شول .

د سرحد ايالت په پېښور ښار کې تير ماښام ( د شنبې ورځ د سلواغې ٧ د جنوري ٢٧ ) د ترسره شوي ممکنه ځانمرګي بريد له امله د پوليسو ځينو نورو چارواکو په گډون لږ تر لږه ١١ کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ټپيان شوي دي .

دغه بريد د پېښور ښار دالګرانو بازار کې ماښام شاوخوا اته بجې او ديرش دقيقې هغه مهال وشو چې د عاشورا ورځې ته د درناوي په نيت پېښور کې ميشتو شعيه مسلمانانو د ويرجن لاريون لپاره چمتووالى نيوۀ .

په وژل شويو کسانو کې د پېښور د ښاري پوليسو مشر ملک سعد او ځينې نور مهم کسان شامل دي .

چارواکي وايي په وژل شويو او ټپيانو کې د پوليسو د ډيرې شميرې علت دا دى چې دغو امنيتي کسانو د شعيه مسلمانانو د ويرجن لاريون لپاره لار خلاصوله او امنيت يې ټينگاوۀ .

د جمعې په ورځ هم ( دسلواغې ٦مه د جنوري ٢٦ ) د اسلام اباد په پنځه ستوري ميريټ هوټل کې ځانمرګى بريد ترسره شوى و چې يو کس يې وواژۀ او لږ تر لږه شپږ نور يې ټپيان کړل .

ورسره تړلي نور خبرونه
پېښور کې چاودنې يو کس وواژۀ
26 دسمبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت