BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:40 گرينويچ 2006 ,17 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پېښور ځانمرگي دوه پوليس ټپيان کړل

د پېښور ځانمرگي دوه پوليس ټپيان کړل
نن ماسپښين د پاکستان په لاهور کې هم يوه چاودنه شوې چې لږ تر اږه څوارلس تنه يې ټپيان کړي دي
يوه تن چې د ځانمرگي بم چوونکي شک پرې کېږي په پېښور کې دوه پاکستاني پوليس ټپيان کړي او پخپله وژل شوى دى.

چاودنه نن سهار د پيشتخرې د پوليسو ماموريت ته څېرمه رامنځ ته شوه. دا په باجوړ کې پر يوې دينې مدرسې د پاکستان د حکومتي ځواکونو تر بريد وروسته چې ويل کېږي اتيا تنه په کې وژل شوي وو، دويم دا ډول بريد دى.

تېره مياشت يوه ځانمرگي بريد کوونکي پېښور ته نژدې د پوځ د روزنې پر يوه مرکز بريد کړى او لږترلږه ٤٢ پوځيان يې وژلي وو. د ځايي پوليسو يو مشر وايي چې ځانوژونکى څې يوازې دوه پښې يې موندل شوي، پېژندل شوى دى.

د هغه په وينا دغه کس د برقي شيانو ترميموونکى نديم نومېده او ځايي اوسېدونکى و . د هغه په وينا نديم په دې وروستيو کې له اورپکو فلمونو او مذهبي مسايلو سره مينه ډېره شوې وه او شپې شپې به يې په جوماتو کې تېرولې.

وروستۍ چاودنې په پاکستان کې د ولس او چارواکو اندېښنې ډېرې کړي، خو داسې نه برېښي چې ځانگړي اقدامات دې شوي وي.

له بلې خو نن ماسپښين د پاکستان په لاهور کې هم يوه چاودنه شوې چې لږ تر اږه څوارلس تنه يې ټپيان کړي دي. پوليس وايي چې دا چاودنه قذافي لوبغاړي ته نژدې د چټليو په يوه بيرل کې د ايښودل شوي بم له امله رامنځ ته شوې ده.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت