BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:43 گرينويچ 2006 ,17 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پښور کې د حسبه بيل د منلو پر ضد مظاهره
پښور کې لاريون کوونکي
د لاريون کوونکو په بيرغونو کې د حسبه د نه منلو پيغامونه ليکل شوى وو
پېښور کې د بشري حقونو د اوسازمانو ټولنې اې پي اېچ ار د سرحد حکومت له لوري د حسبه بيل د منلو پر ضد يو ه لاريون وکړه.

په لاريون کې د غېر دولتي سازمانونو استازيو سياستوالو او د صوبې له بېلا بېلو سيمو څخه راغليو ښځو گډون وکړى.حسبه بيل د سوبه سرحد پارلمان کې د قانون يوه نوې برخه جوړه شوېده چې له مخې به په ټوله سوبه کې يو محتسيب نظام جوړېږي چې دا به د بربندتوب ، بډې اخيستو او نورو غېر اسلامي کارونو څارنه کوي.

ددې بېل پر ضد لاريون کوونکو په لاسونو کې بېنرې اخيستې وې چې ورباندې ليکل شوي وو دوى حسبه بيل نه مني.

 د پاکستان ولسمشر مشرف په بيل يا لايحې کې د بدلون پرېکړه تاريخي بللې ده

لاريون کوونکو ته د ويناکولو پر وخت په صوبايي اسمبلى کې پارلماني مشر بشير بلور وينا وکړه. دغه ډول احتجاجي غونډه تېره ورځ د پېښور د سترې محکمې مخې ته هم ښځينه کانوپوهانو کړې وه.

که يو لوري ته په صوبه سرحد کې د حسبه بيل پر ضد لاريون کېږي خو بلې خوا ته متحده مجلس عمل بيا چارشنبې ورځ د پاکستان ملي پارلمان څخه د ښځو حقونو بيل په ځينو برخو کې د بدلون پر ضد سخت احتجاج کړى دى او ويلي يې دې له دې بدلون څه به په هېواد کې بربندتوب لاره هواره شي

خو د پاکستان ولسمشر مشرف په بيل يا لايحې کې د بدلون پرېکړه تاريخي بللې ده او ويلي چې د ښځو حقونو خوندي کولو لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي. او دا بدلون يې د قران کريم د احکاموعين مطابق گڼلى دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت