BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:57 گرينويچ 2006 ,16 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان او روسيې پر افغانستان خبرې وکړې

قصوري
اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت سرچينو بي بي سي ته وويل چې خبرو کې پاکستان ته راتلونکي کال کې د روسيې د ولسمشر ويلادىميرپوتين د سفر په اړه هم غور وشو.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاروف پاکستان ته د خپل سفر په تر‌څ کې ولسمشر جنرال پرويز مشرف سره ليدلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت سرچينې وايي چې ښاغلي لاروف جنرال مشرف سره په دوه اړخيزو، سيمه ييزو او بعضو نړيوالو مسالو خبرې وکړې.

سفارتي سرچينى وايي چې خبرو کې د ترهګرۍ په ضد همکاري او سيمه کې د امنيت په مسالو هم خبرې وشوې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير د پاکستان په دوه ورځني سفر تيره شپه پاکستان ته راورسيد چې له ولسمشر سره تر غونډې وروسته يې د بهرنيو چارو وزير خورشيد محمود قصوري سره رسمي خبرې هم وکړې.

اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت سرچينو بي بي سي ته وويل چې خبرو کې پاکستان ته راتلونکي کال کې د روسيې د ولسمشر ويلادىميرپوتين د سفر په اړه هم غور وشو.

ويل کيږي چې افغانستان هم د دواړو غاړو د خبرو يو مهم ټکى دى چې دغه مساله په ماضي کې د دواړو هيوادونو ترمينځ د تشنج بنياد وو.

د ايران ، پاکستان او هندوستان د ګيس نلليکه هم د خبرو يوه موضوع ده چې روسي شرکتونو په پروژه کې علاقه مندي څرګنده کړې ده.

د ايران ايټمي مساله به هم خبرو کې مخې ته راشي چې په دې مساله د پاکستان او روسيې په نظر کې ډير توپير نشته.

سرچينې وايي چې پاکستان به روسي وزير د پاکستان او د هندوستان ترمينځ د خبرو د روان عمل څخه خبر کړي.

د پروګرام ترمخه به د روسيې د بهرنيو چارو وزير پاکستاني مشرانو سره تر خبرو وروسته ګاونډي هندوستان ته سفر وکړي . هندوستان د روسيې نژدې ملګرى دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت