BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:04 گرينويچ 2006 ,16 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : ترهگر د هيچا استازيتوب نه کوي

کرزى مشرف
د ښاغلي کرزي له دې خبرو داسې ښکاري چې دا ځل غواړي د جورج بوش په وړاندې له جنرال مشرف څخهژمنې ترې واخلې
افغان ولسمشر حامد کرزى وايي په واشنگټن کې به له پاکستاني ولسمشر نه په روښانه ټکو کې وغواړي چې دترهگرۍ په وړاندې له افغانستان او نړى سره مرسته وکړي .

ويل کېږي چې په نژدې راتلونکې کې به په واشنگټن کې ولسمشران بوش ، پرويزمشرف او حامد کرزى دافغانستان پر امنيتي وضيعت گډې او دترهگرۍ پر ضد دروانې جگړې پر سر خبرې وکړي .

تردې وړاندې په کابل کې افغان او پاکستاني مشرانو د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه کې يوه او بل ته لاسونه ورکړل .

ښاغلي کرزي يوه خبري کنفرانس ته وويل چې متحدو ايالتونو ته له يوې روښانه اجنډا سره تلونکي دي .

(( په روښانه دريځ واشنگټن ته ځو او په روښانه ټکو کې به له پاکستان او جنرال مشرف نه وغواړو چې له افغانستان او نړى سره د تر هگرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي ))

ورته غوښتنې په تېر وخت کې هم شوي خو د ښاغلي کرزي له دې خبرو داسې ښکاري چې دا ځل غواړي د جورج بوش په وړاندې ژمنې ترې واخلې .ممکن بله انگېرنه ترې داوي چې اسلام اباد هغه ډول مرسته نه کوي چې کابل يې هېله لري .

څه موده وړاندې په کابل کې جنرال مشر ف ژمنه وکړه چې دترهگرو ،ورانکارو او طالب وسله والو په مخنيوي کي به افغان دولت سره مرسته کوي .

افغان ولسمشر د پرويز مشرف هغوه خبرو ته هم ځواب ورکړچې طالبان له القاعدې نه ډېر خطر ناک دي .

خو دا خبره يې په کلکه رد کړه چې دوسله والو طالبانو اډې په افغانستان کې دي .

 داچې د ا ترهگر په افغانستان کې دي او اډه يې دلته ده دا په کلکه ردوم او د پښتنو په گډون دافغانستان د هېڅ قوم استازيتوب نه کوي
ولسمشر کرزى

(( هر هغه څوک چې په خلکو کې ويره واچوي . عام وگړي ووژني او ورانکاري وکړي ترهگر دي دا که طالبا ن وي او که القاعده . دا که طالبان وي او که بل هرڅوک زه فکر کوم ټول ترهگرټولو ته خطرناک دي . او داچې د ا ترهگر په افغانستان کې دي او اډه يې دلته ده دا په کلکه ردوم او د پښتنو په گډون دافغانستان د هېڅ قوم استازيتوب نه کوي . ))

جنرال مشرف د بلجېم په پلازمينه بروکسلز کې ويلي وو چې طالبان تر القاعدې خطرناک او د پښتنو په مينځ کې رېښې لري.

ښاغلي کرزي عادي طالبان چې جرم يې نه وي کړى ددې خاورې بچيان وبلل او ويې ويل چې ددوى غېږه ورته پرانېستې ده .

امريکي ته دافغان او پاکستاني ولسمشرانو سفر ډېر مهم بلل کيږي . او افغان چارواکي هېله من دي چې دا سفر به دافغانستان په امنيت کې مرسته وکړي .

دا وروستۍ څرگندونې داسې ښيي چې لاهم دترهگر ۍ پر وړاندې مبارزه کې دافغانستان او پاکستان تر مينځ شکونه مو جود دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت