|
روسيه : ايران په ناسمه لاره روان دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د ايران د ا اعلان غندلى چې وايي يورانيم يې بډاى کړيدي . روسيه وايي ايران پدې کار سره په ناسمه لاره روان دى تيره ورځ تهران اعلان وکړ چې بريالى شوى چې د اتومې سون موادو لپاره يورانيم بډاى ( غني ) کړي خو د امريکا متحده ايالتونه او دهغې ملگري انديښمن دي چې کيداى شي ايران اتومي وسلې جوړوي د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له ايرانه وغوښتل چې د يورانيمو د بډاى کولو فعاليتونه بند کړي ځکه چې دا کار د اتومي انرژى د نړيوالې ادارې او د ملگرو ملتونو د امنيتي شورا د فيصلو سره تضاد لري روسيه د ايران د اتومي پروگرام يوه مهمه ملاتړ کونکې وه او د ايران د اتومي پروگرام د لانجې د حلولو لپاره دپلوماتيکو خبرو اترو کې يې هم مهم رول لوبولى خو دامهمه ده چې روسيه هم د امريکا د متحدو ايالتون په شان وايي چې ايران د يورانيمو په بډاى کولو سره په ناسمه لاره روان د ى د سه شنبه په ورځ د ايران ولسمشر ، محمود احمدي نژاد ، اعلان وکړ چې ايران بريالى شوى چې د سون مواد و په خاطر يورانيم بډاى کړي هغه استدلال وکړ چې ايران يواځې سوله ايزه اتومي تکنالوجې غواړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||