|
مسکو کې کلتوري ، سوداگريز او سياسي کانفرانس | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
(( د روسيې-افغانستان اړيکي )) دا دهغه نړيوال کنفراس نوم و،چې د فبرورى په ١٨په ماسکو کې پيل شوى و. په دې کنفراس کې د افغانستان،روسيې،امريکا د استازو ترڅنگ د نړ ۍ د نورو ١٠ هېوادونو پوهانو گډون کړى وو. دغه نړيوال کنفرانس په مسکو کې د افغان سوداگر فريد احمدزى د(( اسايي څېړنو))په نامه دمرکز او د روسيي د ختيځ پېژندنې د انستيتوت د افغانستان د څانگې له خوا جوړ شوى و. دې کنفرانس ته تر١٠٠ نه زيات افغان يا ختيځ پېژندونکي پوهان رابلل شوي وو. د افغانستان د فرهنگي چارو سلا کار،زلمى هېوادمل دغه نړيوال کنفرانس پرانست. ښاغلي هېواد مل د دغه کنفراس د پرانستلو د هرکلى په ترڅ کې ، د افغانستان-روسيى د اړيکو د لا پراختيا او اړتيا يادونه وکړه او ويې ويل: (( په څو تېرو لسيزو کې د نړ ۍ بېلابېلو په تېره بيا د افغانستان گاونډو هېوادونو، د ځانگړو،خپلې خوښې،پوځي سياسي ډلو له لارې،پوځي،سياسي او ان مالي اړيکي ساتلي وو،چې په خورا ډېرو برخو کې هغو مرستو ځانگړي شرايط،تاوانونه او عواقب درلودل.)) ښاغلي هېوادمل زياته کړه چې د دۀ په وينا له نيکمرغه اوس چې په افغانستان کې مرکزي،ټاکل شوى ،مشروع او قانوني دولت جوړ شوى دى،دوى هيله لري،چې دغه اړيکي دنړيوالو قوانىنو په بنسټ د مرکزي دولت له لارې ترسره شي. ترهغه وروسته د کنفرانس په نامه را رسېدلي پيغامونه ولوستل شول. په رارسېدلو پيغامونو کې د نورو ترڅنگ د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت او د دغه هېواد د مشرانو جرگې پيغامونه هم ولوستل شول په دې کنفراس کې تر ٣٠ نه زياتې مقالې او ويناوې ولوستل شوې،چې د ځىنو هغو د سرليکونو يادونه به يې وکړو: - د افغانستان_ روسيې د اړيکو د ودې اړتيا او دهغو راتلونکى په نامه مقاله،د روسيي د ختيځ پېژندنې د انستيتوت د افغانستان د څانگې مشر،پوهاند ويکتور کارگون له خوا. -په افغانستان کې د روسيې د پوځونو يو قوماندان،الکساندر ليخوفسکي،چې د افغانستان په اړه يې څو کتابونه هم خپاره کړي دي،خپلې مقالې ته ،د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا له مخې نه بايد،خنډونه لري شي ،نوم ورکړى و. -امريکاىي پوهاند او کارپوه،بارنت روبين،بيا د ،افغانستان ددولتي جوړښت ،په نامه مقاله ولوستله. روسي،پوهاند والرى ايوانوف خپله مقاله ،يوې داسې په زړه پورې موضوع ته وقف کړې وه،چې،تر نورو نه زيات دځينو افغاني سوداگرو لپاره په زړه پورې وه،ددې مقالې سرليک وه:روسيه بايد د افغاني سوداگرو بانکي حسابونو ازاد کړي. ديادونې وړ ده چې د شوروي تر ړنگېدو وروسته د روسىې دولت د يو شمېر افغاني سوداگرو بانکي حسابونه کنگل کړي دي.
- د روسيې د ديپلوماسۍ د انستيتوت يوه پوهاند،والرى لى، خپلې مقالې ته ،افغاني ټولنه يووالي ته چمتو شوې ،سرليک وربښلى و. د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د ستراتيژيکو څېړنو د مرکز استازي،حضرت وهريز،بيا په افغانستان کې، دنوي واک دثبات،امنىت او مدني ټولنې دجوړيدو د بهير په پياوړتيا وغږىد. - د روسيې د ختيځ پېژندنې د انستيتوت د ختيځو ادبياتو دڅانگې پوهاندې او د افغاني ادبياتو مشرې څېړونکې الفتينا گراسيموا،په پښتو ادبياتو کې،د روسي هنري ادبياتو ژباړې او اغېزې په نامه مقاله ولوستله. -د قرغزستان د سلفيانسکى،په نامه د يوه پوهنتون پوهاند،خپلې مقالې ته،په زور د نشه اى داروگانو مخه نه نيول کېږى،عنوان ورکړى وه. -په روسيه کې د افغاني مسايلو د څېړنو لپاره،خپريدونکې ويبپاڼې مشر عمر نثار،د روسيي-افغانستان په اړيکو کې د ښه والي نښې نښانې ليدل کېږي،په نامه مقاله ليکلې وه. ښاغلي نثار دکنفرانس د جوړيدو زياتره کړاونه هم په ځان منلي و. ددې ترڅنگ په دې کنفرانس کې د نورو مقالو ترڅنگ د هرې ورځې په پاى کې په لوستلو شويو مقالو تودې خبرې اترى يا نيوکې هم کېدې. د کنفرانس پوهانو د خپلو علمي غونډو په پاى کې يو پريکړه ليک هم ومانه. په پريکړه ليک کې دا هم راغلي،چې دې ته ورته کنفراس بايد بل وار په افغانستان کې جوړ شي. دکنفرانس په پاى کې د افغانستان،استازى او د هغه هېواد د ولسمشر کلتوري سلاکار سرمحقق زلمي هېوادمل يو ځل بيا خبرې وکړې او په خوږه ژبه يې پر هغو مقالو نيوکې وکړې،چې دافغانستان په اړه يې له واقعيت سره اړخ نه لگاوه. دعلمى غونډو او مقالو ترڅنگ ،د کنفرانس په درېيمه ورځ، د روسيې د ((ريانووستى ))په آژانس کې د همدې کنفرانس د دوام په بڼه ، د افغانستان د حالاتو د څېړنو او زياتو خبرو لپاره يو گردى ميز هم جوړ شوى و. | ورسره تړلي نور خبرونه روسي داستاني اثار او شوروي - افغان جګړه26 جون, 2005 | خبرونه د پيلوزى د پروگرامونو ارشيف04 مۍ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||