BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 21:45 گرينويچ 2005 ,08 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د قاچاق مخنيوي ته روزنيز پروگرام پيلېږي
لواروف
په برسلز کې د غونډې پر وخت د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لواروف او ناټو مخدره توکي گواښ وبلل
د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو او روسيه د پنجشنبه په ورځ ( د ليندۍ ١٧ د نومبر ٨ ) سره سلا شول چې په افغانستان او منځنۍ اسيا کې مامورينو ته د مخدره توکيو د قاچاق پر ضد يو روزنيز پروگرام پيل کړي .

د ناټو سرمنشي جنرال ياپ دي شيفر خبريالانو ته وويل چې د ناټو غړي هيوادونه او روسيه به گرځنده ټيمونو ته کورسونه جوړوي چې له افغانستان څخه د مخدره توکو د قاچاق په مخنيوي کې ورسره مرسته وکړي .

د روزنې لپاره نېټه لا نه ده په ډاگه شوې خو تمه ده چې د روزنې ځاى به مسکو ، ترکيه او يا هم د افغانستان پلازمېنه کابل وي .

دا هم نه دي ويل شوي چې څومره کسان به د دې پروگرام ترمخه روزل کيږي .

په برسلز کې د روسيې او د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې پر وخت د مخدره توکو د قاچاق له امله پر پيدا شويو گواښونو اندېښنه وښووله او ويې ويل چې دغه قاچاق ترهگرو ته مالي مرسته رسوي .

خو خبريالان وايي د ناټو او روسيې ترمنځ به دا همکاري ښايي اسانه نه وي ځکه چې مسکو د روسيې په مشرۍ کې د گډ امنيتي تړون ټولنه وړاندې کوي چې د ناټو سياله ده .

په دغه ټولنه کې د پخواني شوروي اتحاد ځينې جمهوريتونه ټول شوي دي .

د ناټو سرمنشي وايي دوى نه غواړي چې له دغې ټولنې سره معامله وکړي بلکه ښه دا بولي چې له هيوادونو سره په جلا توگه وويني .

خو روسيه بيا په دې باور ده چې دغه نوې ټولنه به د دوى په وينا د افغانستان په باب همکاريو کې ځکه ښه وي چې ډير غړي هيوادونه يې د افغانستان گاونډيان دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت