BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:36 گرينويچ 2005 ,03 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پۀ مخدراتو د روږدو افغانانو شمېره په ډيريدو ده
دافغانستان د سرې مياشتې ټولنې او د سين ليس موسسې په افغانستان کې په نيشه د روږدو کسانو د شميرې د ډيريدو له اړخه انديښنه ښودلې ده .

که څه هم چې په افغانستان کې په نيشه د روږدو کسانو ددقيقي شميرې معلومول څه اسانه خبره نده او تل په دې اړه موندنې تر يوه ځايه په اټکلونو ولاړې وي .

خو پخپله حکومتي چارواکي اوس دا خبره مني چې پر يو مليون د نيشه يانو د شميرې په وراوښتو سره اوس دا هيواد د نيشه توکو په يوه سترتوليدونکي سربيره ، ورو ورو د نشه يي توکو په مصرف کونکي هيواد د بدليدو په حال کې دى .

په دې مينځ کې يوه لويه انديښنه د ستنو له لارې د نيشو رواجيدل دي . په هغه غونډه کې چې د نيشو د مخنيوي د اغيزمنو لارو چارو د موندلو په موخه نن د سين ليس په نوښت په کابل کې جوړه شوې وه ، همدا د ستنو له لارې د ځوانانو په مينځ کې د نيشو راوج ، له دي کبله يوه لويه انديښنه وبلل شوه چې ددې پايله د نيشه يانو په مينځ کې له يوه نه بل ته د اچ اې وي ( HIV ) يا د ايدز د نارغۍ د وايرس په څير د وژونکو ساري ناروغيو ليږد راوځي .

د سين ليس په موندنو کې دا هم راغلي چې اکثره دغه ځوان نيشه يان د نيشې په مهال يوه ستن کاروي .د غونډې برخه والو ته د سين ليس وړانديز دا وو چې د ناروغيو د خوريدو د مخنيوي لپاره ښه دا ده چې د نيشو او په نيشۀ توکو د روږديدو مخه ونيول شي .

د سرې مياشتې د ټولنې مشره فاطمه گيلاني په دې نظر وه چې د اوس لپاره ايدز په افغانستان کې ناورين ندى خو که په نيشو د روږديدنې مخه ونه نيول شي نو کيدى شي چې په وينا يې هر څه ورو ورو په يوه ناورين واوړي .

د دې په مقابله کې يې وړانديز دا وو چې نړۍ دې د افغانستان د سرې مياشتې له تولنې سره د نيشه يانو د درملنې په موخه د ځانگړو روغتونو په جوړولو کې مرسته وکړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت