BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:00 گرينويچ 2005 ,31 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : د کوکناروکر قانون او اقتصاد دواړه کمزوري کوي
د کوکنارو کرونده
افغان حکومت له کروندگرو غواړي چې کوکنار ونه کري
ولسمشر کرزي واليانو او دولايتونو امنيتي چارواکو ته امر کړى چې دکوکنارو د کر پر خلاف پياوړي گامونه پورته کړي.

د واليانو او د ولايتونو د امنيتي چارواکو سره په يوه غونډه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وويل د هيواد ملي گټې غواړي چې د کوکنارو د کرهنې مخه ونيول شي .

حامد کرزي وويل د کوکنارو د کر پر خلاف مبارزه دده د حکومت لپاره ډير زيات اهميت لري او د هغې د کرلو لپاره به هيڅ ډول پلمه ونه منل شي .

ښاغلي کرزي وويل افغانستان به تر هغو پر خپلو پښو باندې ونه دريږي چې د ټينگې ارادې سره دا ستر گواښ په بشپړه توگه له منځه يو نه وړل شي.

 د کوکنارو کر يو غير قانوني کار دى چې قانون او دهيواد اقتصاد دواړه کمزورى کوي .
ولسمشرکرزى

ولسمشر کرزي واليانو او د امنيې قوماندانانو ته وويل چې کروندگر او د ځمکو خاوندان پدې باندې خبر کړي چې حکومت ټينگ تکل کړى چې د کوکنارو کر بند کړي .

ښاغلي کرزي وويل د کوکنارو کر يو غير قانوني کار دى چې قانون او دهيواد اقتصاد دواړه کمزورى کوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت