|
په افغانستان کې يو ميليون کسان معتاده دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
داخبره د هغه خبري کنفرانس په ترڅ کې په ډاگه شوه چې دسرينا په هوټل کې دنشه يې توکو پر ضد دمبارزې ، عامې روغتيا د وزارتونو او دملگروملتونو دچارواکولخوا جوړ شوى و. دملگرو ملتونو په سازمان کې دنشه يي داروگانو دڅانگې مشرې مېرمن ډورس بډنبرگ ووېل چې دغه سروې په درست هېواد کې تر سره شوې. د هغې په وېنا په افغانستان کې نژدى ېو ميليون کسان په نشه يي تو کو روږدي دي چې په دې کې ١٥٠٠٠٠ کسان ترياک ،٥٠٠٠٠ هېروېن او ٥٢٠٠٠٠ کسان چرس کاروي . دغه سروې ښېې چې د روږدو کسانو په سلو کې ٨٠ يې نارېنه په سلو کې ١٣يې ښځې او په سلو کى ٧ېيې ماشومان دي. مېرمن ډورس وايې چې دافغانستان د نورو سميوپه پرتله په شمالي ولايتونو کې دنشه يي توکو څخه د استفادى کچه لوړه ده ددې په وېنا ددې لامل دادى چې دشمال ځېنې کورنۍ دخپلو کارونو د ترسره کولو په موخه دماشومانو دآرامولو په هيله هغوى ته اپېن ورکوي. مېرمن ډورس ووېل چې په سلو کې ١٥ کسان دپېچکارۍ له لارې هېرون استعمالوي چې داهم په افغانستان کې د اچ آى وى دوېروس دخپرېدولپاره گواښ دى. هغې د افغانستان د رږدو کسانو شمېره دگاونډېو هېوادونو سره داسې پرتله کړې ده: (ً( له ايران او پاکستان سره په پرتله کې د افغانستان د معتادېنو شمېره له اېران څخه لږه او د پاکستان څخه زېاته ده )) که له يوې خوا په افغانستان کې د مخدره موادو کرکېلې دنورو کلونو په پرتله په سلو کې ٢٢ کمښت موندلى له بلې خوا د مخدره موادو معتادين دنورو کلونو په پرتله مخ په زېاتېدو دي چې دځينو روغتيا پالو په نظر دنه پاملرنې په صورت کې به شميرى لوړې شي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||