BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:46 گرينويچ 2005 ,22 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نړيواله څيړونکې ټولنه : کوکنار دې قانوني شي
د کوکنارو کرونده
افغانستان کې تراوسه هم ډير کوکنار کرل کيږي
د مخدره موادو يوې نړيوالې تحقيقاتي موسسې د برتانيا له حکومت نه غوښتي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړو پر ځاى ورته قانوني بڼه ورکړي .

د سين ليس ( Senlis)په نوم دغه تحقيقاتي موسسه وايې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو هڅې چې په نوموړي هېواد کې د عوائيدو په سلو کې ٦٠ جوړوي پاتې راغلي دي .

دغه موسسه وايې ددې پر ځاى چې کوکنار په نيشه يې موادو اړول کيږي ښه به دا وي چې په قانوني توگه د درد ضد داروگانو لکه د مورفين او کودين په جوړولو کې وکارول شي .

برتانيه چې له ٢٠٠١ لومړې کال نه راپديخوا په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد دنړيوالو هڅو مشري کوي وايي په نوموړي هېواد کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره د دغو موادو له منځه وړل ضروري دي .

دنړۍ زياته برخه نيشه اي توکي له افغانستانه سرچينه اخلي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت