|
بهرني قاچاق وړونکي په کابل کې ونيول شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د پلازمېنې په نړيوال هوايي ډگر کې چارواکي وايي دوه تنه بهرنيان يې د مخدره توکو د قاچاقولو په هڅه ونيول . چارواکي وايي دغو کسانو يوه اندازه هيروين په خپلو بيکونو او کاليو کى ځاى پرځاى کړى وو او غوښتل يې چى د آريانا افغان الوتکې کې دوبۍ ته ولاړشي. نوموړي قاچاق وړونکي چې يو يې نارينه او بله يې ښځه ده د افريقا د لويې وچې د گينيا هيواد اوسيدونکي دي . د کابل د هوايې ډگر قومندان جنرال امين الله وويل ، له قاچاق وړونکو نه پوښتنې گرويژنې پيل شوي دي . دوى وويل، افغان پوليس د قاچاق وړونکو د يوې لويې شبکې په لټه کې دي. دا په داسى حال کې ده چې په دې وروستيو کې د کابل په هوايې ډگر کې يو شمير جعلي پاسپورټونه هم نيول شوي وۀ . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||