BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:54 گرينويچ 2006 ,26 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پېښور او جلال اباد ترمنځ بسونو تگ راتگ پيل کړ

بس
په دې وروستيو کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير او د هند د کشمير ترمنځ هم د بسونو اړيکه ټينگه شوې ده .
د افغانستان د ننگرهار ولايت مرکز جلال آباد او د سرحد ايالت د مرکز پېښور ترمينځ د سپرليو بس سرويس په رسمي توګه پيل شو.

له پېښور نه لومړى بس، چې شاوخوا ٢٢ مسافر پکې سپاره وو، پېښور سره نژدې د کارخانو بازار څخه د جمعې په ورځ ( د غبرگولي ٥ د مۍ ٢٦ ) جلال آباد ته وخوځيد.

د پېښور او جلال آباد ترمينځ بس سرويس په ١٩٧٩ کال کې هغه وخت وځنډول شو چې شوروي اتحاد په افغانستان يرغل وکړ.

اسلام آباد ته د ٢٠٠٥ کال د مارچ په مياشت کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر په ترڅ کې دواړو هيوادونو د بس سرويس د شروع کولو په اړه يوه موافقه کړې وه چې دواړو غاړو د روان کال په فبرورۍ کې يوه رسمي موافقه لاسليک کړه.

جلال آباد ته د بس د روانيدو په وخت د صوبه سرحد د ترانسپورټ وزير اختر نواز خان ، د افغانستان د قونصلګرۍ چارواکي او ګڼ شمير خلک موجود وو.

د پروګرام ترمخه به هره ورځ د پېښور او جلال آباد ترمينځ ١٠ بسونه تګ راتګ وکړي.
د موافقې ترمخه د بس مسافر بايد چې سفري اسناد ولري.

د يو اړخ کرايه ٣٠٠ کلدارې ( نژدې ٥ ډالره ) ټاکل شوې ده ولې د لومړي بس مسافرو لپاره په کرايه کې ٥٠ فيصده کمى شوى و.

د بس د افتتاح په وخت کارخانو بازار کې يوه دستوره هم جوړه شوې وه چې وينا کوونکو د بس شروع کيدل د دواړو ولسونو ترمينځ د تګ راتګ لپاره يو مهم ګام اوباله.

د پاکستان نه د بسونو چلولو د سازمان مشر ذکريا خان وويل چې د مسافرو او د بسونو لپاره کلک امنيتي ګامونه په پام کې نيول شوي دي.

دواړه حکومتونه به په خپله خاوره د مسافرو او بسونو د حفاظت مسووليت په غاړه لري.
پاکستان او افغانستان پلان لري چې د جلال آباد او پېښور له بس سرويس وروسته د کوټې او کندهار ترمينځ هم د بسونو تګ راتګ شروع کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت