|
د پېښور چاودنې مرگ ژوبله کړې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د پېښور پوليس وايي دوى ته د ترهگرو پېښو د کيدو گواښونه شوي وو خو دوى دا نه وايي چې دغه گواښونه د چا له خوا شوي دي . په دغې چاودنې کې چې نن د سه شنبې په ورځ ( د کب ٨ د مارچ ٢٨ ) په ځايي وخت د مازديگر پر شاوخوا پنځه بجې وشوه يو کس ووژل شو او ١٦ تنه نور پکې ټپيان شول . د پېښور يوۀ لوړ پوړي پوليس افسر سيد وزير خبريالانو ته وويل چې په ټپي شويو کسانو کې ډيره برخه د افغان کډوالو ده . چاودنه د ښار په زړۀ کې د سکارنو څلور لارې ته نژدې وشوه چې د شعبه بازار په نامۀ هم ياديږي . دغلته گڼ شمير دوکانونه او هوټلونه دي چې خورا ډيره گڼه گوڼه پکې وي . د پېښور پوليس وايي دا لا معلومه نه ده چې بريد کوونکي همدا ځاى په نخښه کاوۀ که يوۀ بل ځاى ته روان و . پوليس افسر سيد وزير وايي بم په يوۀ موټر سايکل کې اېښودل شوى و او داسې ښکاري چې بم اېښودونکى تر چاودنې وړاندې تري تم شوى دى . په پېښور کې د ترهگرو بريدونو د ويرې له امله پرون د متحدو ايالاتو کونسلېټ هم تر نامعلومه وخته پورې وتړل شو . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||