BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:44 گرينويچ 2006 ,26 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پېښور کې چاودنې يو کس وواژۀ
پېښور بم
د چاودنې پر وخت د پېښور په نړيوال وايي ډگر کې گڼه گوڼه ډيره وه
بم د پېښور هوايي ډگر د موټرو د دريدا يا پارکينگ په سيمه کې وچاود . دغه ځاى د پېښور د نړيوال هوايي ډگر په خولۀ کې دى .

پوليس وايي د چاودنې پر وخت دغلته گڼه گوڼه ډيره وه . ډيرې سپرلۍ منځني ختيځ ته د تگ يا له هغه ځايه د راتگ په حال کې وې . لومړني رپوټونه د يوۀ کس د وژلو او د دوو نورو د ټپي کيدو يادونه کوي .

د رپوټونو ترمخه دغې چاودنې د نژدې ولاړو موټرانو شيشې ماتې کړې . په دې وروستيو کې د پېښور په ښار کې گڼ شمير چاودنې شوي دي . په دغه ډول يوې چاودنې کې يو ځل شپږ کسان وژل شوي و .

د پوليسو يوۀ افسر خبري اژانسونو ته ويلي (( دا د ترهگرۍ يو عمل و ، زموږ پلټنې روانې دي )) په دې وروستيو کې د پاکستان پوځي وياند رسنيو ته ويلي و چې په پاکستان کې ترهگرې پېښې کمې شوي دي .

تر اوسه پورې د دغې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې . تيره مياشت يوۀ ځانمرگي بريد دوه پوليس وژلي و .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت