|
د اسلام اباد په سرۀ جومات کې جگړه پيل شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لږترلږه اوه کسان د پاکستان په پلازمېنه، اسلام اباد، کې د يوې مدرسې د اورپکو زده کوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ په نښته کې وژل شوي. په وژل شويو کې يو سرتېرى، دوه پوليس او دوه زده کوونکي دي. د لال جومات بهر له څو ساعته جگړې وروسته ښکېلو غاړو پر اوربند خبرې پيل کړې. په جومات او په ورسره تړليو دوو مدرسو کې وسله والو زده کوونکو د اسلامي شريعت د پلي کولو لپاره هلې ځلې پيل کړې او په دې توگه يې د حکومت په ضد پر بغاوت لاس پورې کړى. لال جومات او ورسره د هلکانو او نجونو دوه مدرسې په وروستيو کې د په ځينو لويو لانجمنو پېښو کې ښکېلې پاتې شوې. زده کوونکو د فحشا په تور څو مرکزونه تړلي او د دوى په گمان په دغې چارې کې ښکېلې ښځې او پوليس يې بنديان کړي دي. له جوماته بهر د بي بي سي خبريال وايي د اوربند خبرې د متحده مجلس عمل په نامۀ د اسلامي گوندونو د ايتلاف يوۀ سياستوال په نوښت پيل شوې. په اسلام اباد کې پوليس او ډاکتران وايي د پوځ يو سرتېرى، دوه پوليسان، دوه زده کوونکي، يو لاروى او يوه عکاس په نښته کې وژل شوي. نور راپورونه د تلفاتو شمېره تر لس پورته ښيي. کله چې جگړه توده شوه، عادي پوليسو او حکومتي مليشو چې جومات يې محاصره کړى و خپل ځاى ځانگړو پوځونو ته پرېښود.
امبولانسونو او خبريالانو ته وويل شول چې له سيمې څخه گوښې ته ولاړ شي. د جومات شاوخوا د زده کوونکو لويو ډلو چې ډېرو يې له ځان سره کوتکونه او پيترولي بمونه لېږدول گزمه کوله. د نن ورځې مرگ ژوبله د پاکستاني حکومت او د مدرسې د چلوونکو تر منځ له څو مياشتې ښکر په ښکر کېدو وروسته رامنځته شوه. مخکې ولسمشر جنرال پروېز مشرف ويلي و چې ځواکونه يې ځکه پر جومات پوځي عمليات نه شي ترسره کولى چې وېره ده زده کوونکي به په ځواب کې ځانمرگي بريدونه وکړي. د بي بي سي خبريالان وايي داسې باور دى چې د جومات ملايان په امنيتي ځواکونو کې پياوړي ملگري لري چې دومره وخت يې د پوځي گام د اخيستلو په مخنيوي کې مرسته کړې. خو، نننۍ نښته ښيي چې حکومت اخر اړ شوى چې د جومات په ضد په پوځي توگه لاس په کار شي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||