 | | | په دې وروستيو کې په پرله پسې توگه پاکستاني پوليس او پوځيان وسله والو کسانو په نښه کړي دي |
د پاکستان د سرحد ايالت د دير په ولسوالۍ کې دوو جلا بمي بريدونو پوليس په نښه کړي دي او لږ تر لږه پنځه کسان يې ترې ټپيان کړي دي . د دغو چاودنو لومړنۍ هغه وخت وشوه چې د کوز دير له واړې کلي سيمې څخه درې پوليس له درې کسه زندانيانو سره په يوۀ گاډي کې روان و . په دغې چاودنې کې شپږ سره کسان ټپيان شول . چارواکي وايي د دغې پېښې د پلټنې لپاره نور پوليس واستول شول چې د هغوى په رسيدو بله چاودنه وشوه . په دغې دويمې چاودنې کې دوه پوليس ټپيان شول . ټول ټپيان د تيمرگلې روغتون ته رسول شوي دي . د روغتون چارواکي وايي چې د ټپيانو وضعه ښه ده او ژوند ته يې گواښ نه دى پېښ شوى . د سوات او دير سيمه د تحريک نفاذ محمدي مرکز بلل کيږي . دغلته په دې وروستيو کې چاودنې او نور بريدونه ډير شوي دي . |