|
د ش وزيرستان جگړو٢٠ سرتېري او٦٠ نور وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني پوځ په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د ٦٠ طالب پلوو وسله والو د وژل کيدو ادعا کړې ده، خو ځايي قبايل وايي ډېرى وژل شوي کسان عام وګړي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د پوځ وياند تورن جنرال وحيد ارشد په تازه جگړو کې د خپلو ٢٠ سرتېرو د وژل کيدو خبره هم وکړ. د پاکستاني طالبانو يوۀ وياند احمدالله احمدي له خولې ويل شوي چې په جگړو کې هيڅ د سر زيان نه دى ور اوښتى او دا چې د پوځ لخوا په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ولسي خلک وژل شوي دي. د پوځ د وياند پر وينا، تازه جگړې د يکشنبې په ورځ سهار هغه وخت پيل شوې کله چې د شمالي وزيرستان ميرعلى ښارګوټي څخه ١٠ کيلومتره سويل ته د سرتېرو پر کاروان د وسله والو لخوا بريد وشو. ځايي قبايل وايي چې جگړې د شمالي وزيرستان په خېسور، جېلر او ايسوخېل پُل سيمو کې شوې دي. دوى وايي چې په جېلر سيمه کې جگړه هغه وخت ونښته چې پوځيان له دغه ځاى څخه د خپلې يوې پوستې له ختمولو وروسته واپس روان وو او د يوۀ ګاډي د خرابي لامله په دغې سيمه کې پاتې شول چې همدلته پرې بريد وشو. سيمه ييز اوسېدونکي او خبريالان وايي پوځ په خپلو بريدونو کې له جنګي الوتکو هم کار اخيستى چې په بمبارد کې تر ډېره د ولسي خکو کورونه لگېدلي دي. د پوځ وياند په جگړو کې د چورلکو د کارولو پخلى وکړ، خو زياته يې کړه چې پوځ د کورونو په گډون هر هغه ځاى په نښه کولى شي چې ورڅخه پر سرتېرو بريد شوى وي. بلخوا ځايي چارواکو په ميرعلي کې يوه قبايلي جرګه رابللې ده چې د دواړو غاړو تر منځ اوربند وکړي. يوۀ ځايي قبايلي ملک د ټيليفون لهلارې بى بى سى ته وويل چې د دوو دينى عالمانو مولانا ديندار او محمد عالم خان لخوا په لوډسپېکرو کې اعلان شوى چې په جرگه کې له سپينو بيرغونو سره گډون وکړي. ځايي اوسېدونکي وايي دوى د جگړو لامله له خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي او په سيمه کې ډېرى سړکونه تړل شوي دي. له سيمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، پوځ په ميرعلي او شاوخوا سيمو کې بې له مخکينۍ خبرتيا پر گرځېدو بنديز لگولى دى. | ورسره تړلي نور خبرونه د شمالي وزيرستان ځانمرگي ٢٤پوځيان وژلي14 جولاى, 2007 | خبرونه د وزيرستان ځانمرگي بريد پاکستاني پوځيان وژلي04 جولاى, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||