|
د شمالي وزيرستان ځانمرگي ٢٤پوځيان وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان په قبايلي سيمه، شمالي وزيرستان، کې په يوۀ ځانمرگي بريد کې د وژل شويو پاکستاني سرتېرو شمېره اوس ٢٤ته لوړه شوې ده. د پاکستان د پوځ يوۀ وياند وويل د دوى ٢٤سرتېري په دغه بريد کې مړۀ او شاوخوا ٣٠نور ټپيان شوي دي. بريد کوونکي د شمالي وزيرستان په دزناري سيمه کې د پاکستاني پوځ يوه کاروان په نښه کړ. دغه سيمه له ميرانشه څخه ٥٠ کيلومتره شمال خوا ته پرته ده. د پوځ وياند ډگر جنرال وحيد ارشد بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو خپل ډک موټر د پوځ له تېرېدونکي کاروان سره وجنگاوه. د افغانستان پولې ته نژدې، د شمالي وزيرستان په نښتو کې ډېر ځله له پاکستاني پوځ سره قبايلي ډلې او بهرني اورپکي ښکېلېږي. وياند وويل ټپيان شوي سرتېري له بريده سمدستي وروسته روغتون ته وړل شوي دي. تېره اونۍ د سرۀ جومات له لانجې وروسته دغې قبايلي سيمې ته په زرگونو نوي پاکستاني سرتېري لېږل شوي چې امنيت ټينگ کړي او د احتمالي بريدونو مخه ونيسي. د پوځ وياند ومنله چې دغه بريد کېداى شي د سرۀ جومات له کشالې سره تړاو ولري. اورپکو په شمالي وزيرستان کې غوښتنه کړې چې پوځ دې ټولې پوستې له سيمې څخه وکاږي. په يوه بله پېښه کې د سرحد ايالت په بنو سيمه کې دوه امنيتي چارواکي په يوه چاودنه کې نن (شنبه) ټپيان شوي دي. حکومت وېره لري چې اورپکي د سرۀ جومات له پېښې وروسته نوې سپېڅلې جگړه پيلوي. د اسلام اباد د جومات په نښتو ٧٥ زده کوونکي او لس سرتېري ووژل شول. | ورسره تړلي نور خبرونه د وزيرستان ځانمرگي بريد پاکستاني پوځيان وژلي04 جولاى, 2007 | خبرونه د سرۀ جومات مشر 'ووژل شو'10 جولاى, 2007 | خبرونه دسرۀ جومات نښتوکې پاکستانى ډگرمن ووژل شو08 جولاى, 2007 | خبرونه د اسلام اباد په سرۀ جومات کې جگړه پيل شوه03 جولاى, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||