|
د سرۀ جومات مشر 'ووژل شو' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه راپورونه وايي چې د سرۀ جومات مشر ملا، عبد الرشيد غازي، په جگړه کې وژل شوى. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي د ښاغلي غازي مړى څو ساعته وروسته له هغه د جومات په زېرخانه کې وموندل شو چې پوځ پر چپاو لاس يورې کړ. مخکې د پاکستان د پوځ يوۀ وياند، وحيد ارشد، وويل چې د سرۀ جومات په نښتو کې ٥٠ زده کوونکي او اته سرتېري وژل شوي او ٥٠ ښځې او ماشومان ژغورل شوي دي. د پاکستان پوځ له تېرې اونۍ راهيسې د اسلام اباد په زړه کې دغه جومات محاصره کړى. تېره شپه د وروستي ځل لپاره د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته، پاکستاني پوځ پر جومات باندې يرغل پيل کړ. دوى له ياغي طالبانو څخه د جومات گوټ - گوټ پاکولو عمليات پيل کړل. ويل کېږي ښاغلي غازي او نورو پاتې زده کوونکو د چپاو له پيل وروسته د جومات په زېرخانه کې ځانونه خوندي کړي وو.
چارواکي وايي دغه ملا هغه مهال ووژل شو چې د تسليمېدلو هڅه يې وکړه. تر اوسه ښکاره نه ده چې د چا په ډزو کې به د جومات مشر وژل شوى وي. دى په اصل کې د سرۀ جومات دويم مسوول و. د سر سړى، ملا عبد العزيز غازي، له وړاندې د پوځ لخوا د ښځو په چادري کې د وتلو پرمهال نيول شوى و. عبد الرشيد غازي له خپل مرگ څو ساعته مخکې يوۀ خصوصي پاکستاني تلوېزيون ته ويلي و چې پوځ پر دوى باندې بربڼد تېرى پيل کړى. هغه ويلي و: ''دا يو بربنډ تېرى دى. اوس زما شهادت حتمي دى. '' سور جومات او ورسره تړلې دوه مدرسې، يوه د هلکانو او بله د نجونو، وروسته له هغه پاکستاني حکومت ته پر لانجې واوښت چې زده کوونکو يې په اسلام اباد کې د شريعت د پلي کولو هلې ځلې پيل کړې. پوره يوه اونۍ مخکې پوځيانو سور جومات محاصره کړ. دا وروسته له هغه چې په څو پېښو کې د دغه جومات او د ورسره تړليو مدرسو زده کوونکو د بدلمنۍ په تور څو چينايي کار کوونکي وتښتول. |
ورسره تړلي نور خبرونه دسرۀ جومات نښتوکې پاکستانى ډگرمن ووژل شو08 جولاى, 2007 | خبرونه د وزيرستان ځانمرگي بريد پاکستاني پوځيان وژلي04 جولاى, 2007 | خبرونه د اسلام اباد په سرۀ جومات کې جگړه پيل شوه03 جولاى, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||