|
د پاکستان پوځ د وسله والو تر گوزارونو لاندې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پوځي کارپوهانو په باور، د پاکستان پوځ په دې ورځو کې د خپلو وسله والو مخالفينو تر سختو گوزارونو لاندې او تر بل هر وخت زيات له سختو ننگونو سره مخامخ دى. په درګۍ کې د پوځ په ځوانانو ځانمرګى بريد، د کهاريان پېښه، په راولپنډۍ کې د استخباراتي ادارې د کارکوونکو د موټر چاودنه، په تربېلا غازي کې د پوځ د ځانګړو ځواکونو د خوړنځي پېښه او په وروستۍ پېښه کې د هنگو په ټل سيمه کې د اووه پوځيانو برمته نيول کېدل دا ټول ښيي چې د پوځ مهم مرکزونه د مخالفينو لخوا په وروستيو کې په زياتېدونکي توگه او په اسانۍ سره په نښه کېږي. ددې تر څنګ په قبايلي سيمو کې هم د امنيتي ځواکونو لپاره په روانو حالاتو کې د مثبت بدلون کومې نښې نه ليدل کېږي. د ځينو کارپوهانو په وينا د پاکستان پوځ په يوه لويه ستونزه کې د راګېريدو په حال کى دى. په دې ورځو کې چې د پاکستان پره پوځ کوم بريدونه کېږي د پاکستان په تاريخ کې هيڅکله هم په امنيتي ځواکونو داسې بريدونه نه دي شوي. په دغو بريدونو کې له پېښېدونکي ځاني زيان څخه معلوميږي چې په ډېرې هوښيارۍ سره دا نښې ټاکل کېږي. داسې ښکاري چې امنيتي ځواکونه له يوۀ پياوړي او هوښيار دښمن سره لاس او ګريوان دي.
له دې بريدونو څخه داسې ښکاري چې د جنرال پرويز مشرف، لومړي وزير شوکت عزيز او دکورنيو چارو د وزير په له منځ وړلو کې له پاتې راتلو وروسته اوس په مستقيمه توګه پوځ د يوې ادارې په توګه په نښه کېږي. په ملکي سياست او پاليسۍ جوړولو کې د پوځ ونډې ته په کتو سره روانې حملې څه د هېښتيا خبره نه ده. په اتيايمه لسيزه کې چې مذهب د کومو اهدافو لپاره وکارول شو روان مقاومت د هغه د غبرګون په توګه هم ګڼل کېږي. خو بيا هم پر لال (سرۀ) جومات باندې تر عملياتو وروسته د روانو حالاتو کړکېچن کېدل داسې يو حقيقت دى چې سترګې پرې نه شي پټېداى. د ځانمرګو بريدونو بندول چې له امله يې دومره لوى ځاني زيان رامنځ ته کېږي ښايي ممکن نه وي، خو په قبايلي سيمو کې امنيتي ساتونکي له يو بل ډول حالت سره مخامخ دي. په دې ورځو کې يو نه، دوه نه، لس يا شل هم نه بلکې په سلګونو امنيتي ساتونکي تښتول کېږي. ايا دا ډول پيښې د يو نوي حالت د راتلو خبر ورکوي، دا يوه معما ده او که د امنيتي ځواکونو د مورال لوېدو خطرناکه نښه؟ په وزيرستان کې د تېرو شپږو کلونو په موده کې په دومره لويه کچه د امنيتي ځواکونو د تښتونې دا ډول کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې. دا يوازې په دې سيمه کې نه، بلکې د پاکستان د پوځ په تاريخ کې دخپل ډول لومړۍ پېښه ده. دلته دا پوښتنه راپيداکېږي چې ځايي طالبانو څنګه په سلګونو سرتېري له کومې جګړې پرته تر خپلې ولکې لاندې راوستل؟ د ځينو څېړونکو په وينا د يو منظم پلان له مخې لومړى د دې پوځيانو د کاروانونو په وړاندې خنډونه اچول شوي او وروسته نيول شوي دي.
پوځي کارپوه ډګرجنرال طلعت مسعود روان حالت خواشينوونکى بولي. نوموړى وايي چې خپلو مخالفينو ته د پوځ لخوا د وسلې اېښودلو خبره د څو لاملونو ښکارندويي کوي. دى وايي دا ښيي چې د پوځ په مسلکي وړتيا کې کمزورتيا راغلې، ددې تر څنګ د هغوى د مورال او روحيې په اړه پوښتنې راپيدا کېږي، خو هغه څه چې ښايي تر ټولو مهم وي هغه د استخباراتي معلوماتو د راټولولو په برخه کې د دوى ناکامي ده. په يقين سره چې همدا پټ معلومات له ترهګرۍ څخه د ځان ژغورنې په برخه کې تر ټولو لويه وسله ده، خو کله چې حکومتي چارواکي په وار- وار مني چې ددې بريدونو ريښې په قبايلي سيمو کې دې او بيا هم د حل کومه لار ورته نه شي پيدا کولاى نو دا څه راښيي؟. پخپله حکومت هم په ښکاره ډول په قبايلي سيمو کې په روانو حالاتو باندې د خواشينۍ څرګندونه کوي. ځينې کارپوهان وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره له حکومت سره هيڅ کومه طرحه نه شته. په داسې حال کې د دې ستونزې حل له سيمې څخه د پوځ را ايستل او که د نورو پوځونو ځاى پر ځاى کول دي؟ ډګر جنرال طلعت مسعود وايي چې ددې ځواب ډير ګران دى. حکومت ته ګرانه ده چې له دې ځايه د پوځ په ايستلو وتوانېږي. ستونزه دا ده چې که حکومت له دې سيمو څخه پوځ وباسي او دا تاثر ورکړي چې خلک څه غواړي هغه کولاى شي نو په يويشتمه پېړۍ کې په ځانګړي ډول د سپټمبر د يوولسمې تر پيښې وروسته هيڅوک هم د داسې کولو اجازه نه ورکوي. هغه وايي: ''موږ بايد په دې پوه شو چې دا جګړه په حقيقت کې د زړه او ذهن د ګټلو ده. دا کومه دوديزه جګړه نه ده له همدې امله بايد هر ډول لارې چارې ولټول شي، هغه که سياسي وي يا اقتصادي او د ډېرې اړتيا پر مهال ان له پوځ څخه هم کار اخيستل. '' د زړه او ذهن د دغې جګړې د ګټلو لپاره ضروري ده چې دا ډول ډغرې د جګړې له ډګر څخه ووځي او د سياست ډګر ته لاره ومومي، په روانو حالاتو کې د ځانمرګو بريدونو او تښتونو د پېښو لامله د پوځ حيثيت ته زيان رسيږي. د پاکستان د پوځ يو عزت و او د نړۍ له تکړه پوځونو څخه ګڼل کېده. اوس د هغوى په وړاندې تر ټولو ستره ننګونه له روان کړکېچ څخه را وتل دي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||