BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:12 گرينويچ 2007 ,15 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پاکستان په تازه بريد کې بيا سرتېري وژل شوي

پاکستاني پوځيان
دا په دوو ورځو کې پر پاکستاني سرتېرو د هېواد په شمال لوېديځ کې دويم مرگونى بريد دى
د پاکستان د سرحد ايالت په سوات کې په يوۀ تازه بريد کې يوولس سرتېري وژل شوي، چې په دوو ورځو کې د پوځ لپاره په شمال لوېديځ کې دويمه خونړۍ پېښه ده.

دا بريدونه وروسته له هغه کېږي چې تېره اونۍ د اسلام اباد د سره جومات په نښتو کې ١٠٢ کسان ووژل شول، چې ډېرى يې اورپکي زده کوونکي ول.

چارواکي وايي په نننۍ (د يکشنبې) پېښه کې لومړى دوو ځانمرگيانو خپل گاډي له يوۀ پوځي کاروان سره وجنگول او بيا پر سړک له مخکې ځاى پرځاى شوي بمونه وچاودېدل.

د پوځ وياند ډگر جنرال وحيد ارشد بي بي سي ته وويل په مټه سيمه کې دغه بريد د دوى يوولس سرتېري وژلي او ٤٠ نور يې ټپيان کړي دي.

تېره ورځ په شمالي وزيرستان کې يوۀ ځانمرگي بريد٢٤ سرتېري ووژل.

د بريد سيمه د طالب پلوو اورپکو مرکز گڼل کېږي. درې ورځ وړاندې هم د سوات په سيمه کې پر امنيتي ځواکونو ځانمرگى بريد شوى و چې پنځه تنه پکې مړه شول.

داسې وېره ده چې دا وروستي بريدونه به اسلام اباد د سرۀ جومات له نښتو سره تړلې وي. د جومات په ١٠٢ تنو وژل شويو کې ١١ سرتېري ښوول کېږي، خو دا نه ده ښکاره چې په پاتې مړو کسانو کې څومره وسله وال زده کوونکي دي او څومره نور خلک.

حکومت د هېواد شمال لوېديځو سيمو ته په زرگونو سرتېري لېږلي چې د جومات له کشالې وروسته احتمالي پيلېدونکې سپېڅلې جگړې مقابله وکړي.

په دغه جومات کې ډېرى زده کوونکي د پاکستان له شمال لوېديځو قبايلي سيمو څخه وو. هغه مهال چې جومات د پوځ تر سختې محاصرې لاندې و، د جومات مسولينو گواښ کړى و چې په ټول پاکستان کې به د حکومت په ضد بريدونه پيل کړي.

له مخکې لا وېره وه چې سور جومات په قبايلي سيمو کې چې له وړاندې لا نارامه وزيات شمېر خواخوږي لري.

ورسره تړلي نور خبرونه
د سرۀ جومات مشر 'ووژل شو'
10 جولاى, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت