BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:17 گرينويچ 2007 ,19 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بېنظير بوټو : پوځ مې د وژلو هڅه کړې
کراچۍ چاودنې
اغلې بوټوله چاودنو روغه پاتې شوه خو د گوند گڼ شمير فعالين يې وژل شوي يا ټپيان شوي دي
د پاکستان مخکنۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د پوځ اورپکي او محافظه کار غړي ددې د وژلو په هڅه کې په لاس درلودو تورن کړي چې څه له پاسه ١٣٠ تنه په کې ووژل شول.

آغلې بوټو ټينگار وکړ چې حکومت پړ نه بولي، او پړه يوازې هغوى دي چې خپل واک ناوړه کاروي. په کراچۍ کې دا ځانمرگى بريد د هغه لاريون پرمهال وشو چې له جلا وطنۍ نه د هغې د راستنېدو د نمانځنې له پاره جوړ شوى و.

په کراچۍ کې د بي بي سي يو خبريال وايي پوښتنه داده چې ولې آغلې بوټو د کرۍ ورځې له پاره دا مراسم ترسره کړل، په داسې حال کې چې د بريدونو د کېدو خبر هم ورکړ شوى و.

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د هرکلي پر غونډې د ځانمرگي بريد غندنه د نړۍ له هر گوټه شوې ده .

په دغه بريد کې شاوخوا ١٢٥ کسان وژل شوي دي او گڼ شمير نور پکې ټپيان شوي خو اغلې بوټو ورڅخه روغه رمټه وتلې ده .

په واشنگټن کې سپينې ماڼۍ د دغه بريد په غبرگون کې ويلي دي چې ديموکراسي څوک نه شي ايسارولى .

د پاکستان گاونډي هيواد چين د ثبات او کرارۍ لپاره غږ کړى دى .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د چاودنې د غندنې په ترڅ کې ويلي چې دغه ډول بريد يو واربي ا د دې څرگندويي کوي چې د ترهگرۍ پر ضد مبارزې ډيره توجه غواړي .

د ملگرو ملتونو سرمنشي بن کي موون د دغې پېښې د غندنې پر وخت ويلي باوري دي چې په پاکستان کې به ټول ځواکونه د دغه ډول پېښو پر ضد سره يوموټي کيږي .

ځينې پاکستاني تلويزيونونو د يوۀ کس سر ښوولى چې وايي ځانمرگى بريد کوونکى و .

دغه بريد په داسې وخت کې وشو چې شپه تر نيمايي اوښتې وه او د بېنظير بوټو د گاډو کاروان پښه نيولى له هوايي ډگره د خپل مزلۀ په لور روان و .

پاکستان ته د بېنظير بوټو تر ستنېدو وړاندې ډيرې داسې گنگوسې وې چې پر دې به بريد کيږي .

بېنظير بوټو له اته کلنې جلا وطنۍ وروسته پاکستان ته د پنجشنبې په ورځ ( د اکتوبر ١٨ ) ستنه شوه .

ورسره تړلي نور خبرونه
کرزى : د ترهگرو ځالې بايد په نښه شي
19 اکتوبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت