|
مشرف د بېنظير بوټود ستنيدو ځنډ غوښتى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان ولسسمشر پروېز مشرف وايي راتلونکې اوونۍ به د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د ستنېدو مخه ونه نيسي. خو له بي بي سي سره په مرکه کې ولسمشر مشرف وويل چې آغلې بوټو ته يې په خپله پېغام استولى چې د ټولو حقوقي اقداماتو تر بشپړېدو پورې دې نه راځي. جنرال مشرف له آغلې بوټو سره د پخلاينې يو جوړ جاړى کړى چې ورسره يې له هغې نه د فساد تورونه لېرې کړي دي. د پاکستان سترې محکمې ويلي چې ددغې هوکړې پر خلاف دعوه به څېړي چې ښايي د هغې مخه ونيسي. له بلې خوا د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف په وزيرستان کې د خپل پوځ له کړنو او تېرکال له ځايي اورپکو سره د سولې د شوي تړون ننگه کړې ده. ښاغلي مشرف چې له بي بي سي سره غږېده وويل، اوس آن افغان حکومت او نړيواله ټواله هم دې پايلې ته رسېدلې چې بايد له مخالفينو سره خبرې وشي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||