|
بېنظير : پاکستان ته ارو مرو ستنيږم | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو يو وار بيا د دې خبرې پخلى وکړ چې دا به د پنجشنبې په ورځ ( د اکتوبر ١٨ ) ارو مرو خپل هيواد ته ستنيږي . اته کاله وړاندې تر هغه وروسته چې پر اغلې بوټو د فساد تورونه ولگيدل دا له هيواده دباندې دېره شوه او په برتانيا کې اوسېده . په دوبۍ کې يوۀ خبري کانفرانس ته اغلې بوټو وويل پاکستان ته د دې ستنېدنه هغه شېبه ده چې په ديموکراسۍ مين خلک او هر هغه چا يې تمه لرله چې پر بنسټيزو بشري حقونو باور لري . بېنظير بوټو وويل دې ته او د دې ملاتړو ته ډير گواښونه شوي دي خو دا په دې باور ده چې که څوک پرې ښځې بريد وکړي په دوژخ کې به سوځيږي . بېنظير بوټو د فساد له تورونو بښل شوې او دغې بښنې په ډيرو کړيو کې دا گنگوسې پيدا کړې چې گواکې د دې او ولسمشر مشرف تر منځ د واک پر سر د وېش کومه معامله شوې ده . د ښاغلي مشرف حکومت پر بېنظير بوټو ټينگار وکړ چې تر هغو دې ستنېدنه وځنډوي چې محکمه د دې د فساد د تورونو پر بښلو پريکړه وکړي خو اغلې بوټو وايي چې دا په هر حالت کې ستنېدونکې ده . بېنظير بوټو به له دوبۍ کراچۍ ته د پنجشنبې په ورځ رسيږي . رپوټونه وايي چې په لسگونو زره ملاتړ د دې د هرکلي لپاره په کراچۍ کې چمتووالى کوي . تيره مياشت د پاکستان يو بل پخوانى لومړى وزير نواز شريف تر هغه وروسته چې له لندنه اسلام اباد ته ستون شو سملاسي د سعودي عربستان په لور وشړل شو خو بېنظير بوټو تر دې د ښه برخليک په هيله ده . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||