BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:24 گرينويچ 2007 ,19 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : د ترهگرو ځالې بايد په نښه شي
کرزى
ولسمشر کرزي د کراچۍ بريد غندلى او وايي دا د پرمختگ پر ضد عمل دى
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کراچۍ کې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو پر غونډې شوى بريد غندلى او ويلي يې دي چې دا عمل د دۀ په وينا د پرمختگ پر ضد دى .

حامد کرزي په کابل کې يوۀ خبري کانفرانس ته وويل دا بريد د دې ښکارندويي کوي چې بايد (( د ترهگرۍ پر ضد جگړې ته جدي پام وشي . ))

ښاغلي کرزي خپل پخوانى دريځ تکرار کړ او ويې ويل چې بايد هغه ځايونه په نښه شي چې د دۀ په وينا د ترهگرو اصلي ځالې دي .

افغان مشر وويل :

(( دا يو وار بيا ثابتوي چې افغانستان ، پاکستان او زموږ نړيوال دوستان بايد د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې ډير جدي پام وکړي او دا جگړه بايد هغه ځاى وشي چې پکار دى ، او دغه ځاى هغه دى چې ترهگر پکې روزل کيږي ، چې د روزنې ځاى لري ، پيسې پکې ورکول کيږي ، هڅول کيږي ، او زموږ ټولو پر ضد پکې د کرکې روزنه ورکول کيږي .))

افغان مشرتابۀ په تيرو وختونو کې دغه (( مناسب )) ځاى پاکستان بللى و .

دوى ويل چې گواکې په پاکستاني خاوره کې د دوى په وينا ترهگر روزل کيږي ، پيسې ورکول کيږي ، هڅيږي او د افغانستان او نړيوالې ټولنې پر ضد يې په زړونو کې د کرکې زړي کرل کيږي .

پاکستان دغه تورونه تل رد کړي دي او وايي که دوى ته دغه ډل ځاى معلوم شي نو پر ضد به يې گام واخلي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت