BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:48 گرينويچ 2007 ,18 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بېنظير : د ازادو ټاکنو لپاره هلې ځلې کوم
د بېنظير الوتکه
بېنظير بوټو له اته کلنې جلا وطنۍ وروسته هيواد ته له دوبۍ ستنه شوه
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظير بوټو نن ( پنجشنبې د اکتوبر ١٨ ) له اته کلنې جلاوطنۍ وروسته کراچۍ ته ورسېده .

د کراچۍ په هوايي ډگر کې د اغلې بوټو د هرکلي لپاره په لسگونو زره ملاتړي ولاړ و . له هوايي ډگره تر ښاره پورې د دې د گاډي کاروان د خلکو د گڼې گوڼې له امله پښه نيولى روان و .

د دې گادي يو کيلومټر لاره د رپوټونو ترمخه په درې نيمو ساعتونو کې ووهله .

اغلې بوټو په خپلو لومړنيو څرگندونو کې ويل چې په پاکستان کې به د ازادو ټول ټاکنو لپاره هلې ځلې کوي .

پخوانۍ لومړۍ وزيرې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل دا د دې لپاره خورا له ولولو ډکه شېبه ده چې له ډيرو کلونو ورته سترگه په لار وه .

د رپوټونو ترمخه په لسگونو زرو کسانو د بېنظير بوټو هرکلى وکړ

بېنظير بوټو زياته کړه دا لا اوس هم باور نه کوي چې د انتظار شېبې دې ختمې شوې وي او دا دې په خپل هيواد کې وي .

د کراچۍ د ښار واټونه د اغلې بوټو او د هغې د پلار پر عکسونو سينگار شوي و او د خلکو د گوند کارکوونکو د بېنظير د ملاتړ شعارونه ځړولي و .

په گڼ شمير کې پوليس او پوځي سرتيري هم په کراچۍ کې ځاى پر ځاى شوي و . داسې وېره وه چې ځينې اورپکې چې د اغلې بوټو له ستنېدو سره مخالف دي ښايي گډوډي جوړه کړي .

ځينې کسان په پاکستان کې د بېنظير بوټو له امريکا پلوي دريځ سره جوړ نه دي .

بېنظير بوټو نيت لري چې د پاکستان په راتلونکو ټول ټاکنو کې د پيپلز يا د خلکو د گوند مشري وکړي .

بېنظير بوټو په پاکستان کې خورا ډير ملاتړي لري او په داسې حال کې چې نواز شريف له هيواده شړل شوى د اغلې بوټو د بري خبرې ډيرې کيږي خو په پاکستان کې د بي بي سي يو خبريال وايي هغو گنگوسو چې گواکې بېنظير له ولسمشر مشرف سره د واک د وېش په سر جوړ جاړى کړى د دې د گرانښت کچه کمه کړې ده .

بېنظير بوټو اته کاله وړاندې تر هغه وروسته له پاکستانه ووته چې پر دې د فساد تورونه ولگيدل .

د اغلې بوټو خاوند اصف زرداري څو کلونه د فساد په تور زنداني و خو تر خوشي کيدو وروسته له بېنظير بوټو سره په لندن کې دېره شو .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت