BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:08 گرينويچ 2007 ,12 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : د وزيرستان له اورپکو سره مرسته نه کوو
کرزى او مشرف
د ولسمشرانو کرزي او مشرف چارواکو په تيرو وختونو کې پر يو بل تورونه لگولي دي خو په دې وروستيو کې يې اړيکي ښې ښکاريدې
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د پوځي وياند داتور رد کړى چې گواکې هغه اورپکي چې په پاکستان کې عمليات کوي له افغانستان نه مرسته تر لاسه کوي.

له بي بي سي سره په يوه مرکه کې ښاغلي کرزي وويل ښايي د وزيرستان د تاوتريخوالي ډېرېدل له افغانستان سره تړاو ولري، خو د افغانستان له خوا ورسره مرسته نه کېږي.

هغه وويل چې د داوړو هيوادو اړيکي په دې وروستيو کې ښه شوي دي .

له ښاغلي کرزي وپوښتل شول چې په وزيرستان کې له پاکستاني پوځ سره په جگړه بوختو کسانو سره د افغانستان له غاړې مرسته کيږي که نه هغه وويل چې (( خبره بالعکس ده . ))

د بي بي سي يوه خبرياله په کابل کې وايي چې ولسمشر کرزي د پاکستان په اړه خبرو کې دا ځل له خورا احتياط څخه کار اخيست .

خبرياله د دريځ دغه بدلون په دې وروستيو کې د کابل او اسلام اباد د اړيکو د ښه کيدو له امله گڼي .

په تيرو وختونو کې افغان چارواکو په پرله پسې توگه پر پاکستان تور لگاوۀ چې په خپله خاوره وسله وال طالبان نه کابو کوي او ځينې کړۍ ورسره مرسته کوي .

پاکستاني چارواکو دغه تورونه تل رد کړي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت