BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:02 گرينويچ 2007 ,13 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
له نيول شويو پاکستاني سرتېرو سره څو خبرې

ذوالفقار محسود د پاکستان په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د طالب پلوو اورپکو يو مشر دى.

ذوالفقار هغې تورې ته وايي چې دواړه خواوې يې تېرې وې او گوزار پرې کېدى شي. د دغۀ سړي خطرناکوالى ښکاره دى، که څه هم له موږ سره يې په ښۀ طبيعت چلند وکړ.

د دۀ کسان د تېر اگست مياشتې له پاى راهيسې ٢٠٠ پاکستاني سرتېري بنديان نيولي چې د پاکستان پوځ ته يو ډول شرم بلل کېږي.

د اورپکو مشر موږ ته وويل چې حکومت د خپلو سرتېرو له خوشي کولو سره تر اوسه ډېره لږه ليوالتيا ښوولې ده.

ذوالفقار وايي: ''موږ به دوى تر هغه خوشي نه کړو چې حکومت زموږ ٣٠ هغه ملگري ازاد نه کړي چې په په بند کې دي. همدارنگه دوى بايد زموږ له سيمې څخه ټول ځواکونه وباسي.''

له افغان پولې سره نژدې قبايلي خلک د پاکستان د تاريخ په اوږدو کې ازاد پرېښودل شوي وو چې پر خپله خوښه خپلې چارې پر مخ بوځي. خو د ٢٠٠١ کال د سپتمبر له پېښې وروسته هر څه بدل شول او ولسمشر مشرف ژمنه وکړه چې له دغې سيمې څخه به القاعده او طالبان په زوره وباسي.

اعظم
 ماته وويل شول چې انتظار وکړم، خو لږ وروسته د څۀ کولو لپاره نور ډېر ناوخته و
نيول شوى پاکستانى سرتېرى، جگړن عتيق اعظم

اورپکي دلته خورا پراخه سيمه په واک کې لري. موږ وغوښتل چې هم له دوى او هم له نيول شويو سرتېرو سره وگورو. دوى موږ پر هغو مخابراتي وسايلو او ځايونو هم وگرځولو چې له حکومت څخه يې نيولي دي.

ذوالفقار وايي ٥٠ سرتېري د دوى په عملياتو کې له وسلو او مخابراتي وسايلو سره يوځاى نيول شوي دي.

دى وايي: ''دغه نيول شوي سرتېري د پاکستاني پوځ په مقابل کې زموږ د ساتنې لپاره دي.''

بيا موږ ته يو نيول شوى گاډى وښودل شو چې د افغانستان بيرغ پرې رپېدۀ او ورسته بيا د نيول شويو سرتېرو خوا ته بوتلل شوو.

جگړن عتيق اعظم او ډگرمن فاروخ منصور ظاهرا روغ ښکارېدل، خو د رښتينى حالت څرگندونه د دوى په سترگو کې خپرې شوې وېرې کوله.

له موږ سره ډېرى خبرې جگړن اعظم وکړې. دۀ وويل: ''دا غلطه ده چې وايي موږ تسليم شوي يو. زموږ کاروان له شکى سيمې څخه لاډه ته پرلارې و چې په سړک کې د خرابوالي لامله يوځاى ودرېدو.''

وسلې
بيا اورپکو موږ ته خپلې وسلې راوښودې

شکى او لاډه په وزيرستان کې هغه ښارگوټي دي چې د پوځ اډې شته دي او اعظم وايي په نښه شوي کاروان هلته مېشتو پوځيانو ته اړين توکي وړل.
دى وايي کاروان له څلورو ډلو جوړ و، چې يوۀ يې دغه توکي لېږدول او درې نور ورسره د ساتنې په موخه تلل.

هغه زياتوي: ''کله چې د سړک په منځ کې د يوۀ درز لامله موږ ودرېدو، سيمه ييز طالبان لومړى له موږ سره د مرستې لپاره راغلل او د سړک وران شوى ځاى يې راسره جوړاوۀ. خو د دوى شمېره چې کله ورو-ورو زياته شوه، دوى بريد پيل کړ.''

''دوى ويل موږ ولې په هغې سيمه کې گرځو چې د پوځ او اورپکو تر منځ پکې څو ورځې مخکې تړون شوى دى.''

جگړن اعظم وايي دۀ ته ويل شوي و چې له جوړجاړي سره سم، دوى حق درلود چې د محسودو له سيمې څخه په خپلو گاډو کې تېر شي، خو وايي چې وروسته ورته جوته شوه چې معامله همداسې نه وه شوې.

دى وايي پر اورپکو هغه مهال ځمکه سره شوه چې دۀ د خپلې قوماندې دفتر ته د لارښوونو لپاره پرلپسې زنگونه ووهل.

اعظم وايي:''ماته وويل شول چې انتظار وکړم، خو لږ وروسته د څۀ کولو لپاره نور ډېر ناوخته و.''

مخابراتي برج
د مخابراتو هغه برج چې اورپکو له حکومتي سرتېرو څخه نيولى

يوه شېبه وروسته سرتېري د اورپکو لخوا محاصره شوي ول او هغوى اعلان وکړ چې دوى نور بنديان دي.

''موږ په وړو ډلو ووېشل شو او بيا يې يووړلو.''

د جگړن اعظم او ډگرمن ظفر له خبرو داسې ښکاره شوه چې دوى دواړو ته د خپلو کسانو لخوا د هغه تړون په اړه ډېر جزيات نه ول ورکړل شوي چې له اورپکو سره شوى و.

په دې ورځو کې د پاکستان د پوځ ډېر پام پر لوړو سياسي مسايلو باندې دى او د پوځ په اړه د ډېرو گمان دا دى چې د دوى امنيتي مشکل او هغه کړکېچ چې دوى ورسره په قبايلي سيمو کې مخامخ دي له پامه غورځول شوى. ځکه خو د نيول شويو سرتېرو د خوشي کولو هڅې ورو روانې دي.

 د سر پرې کول د وژلو تر ټولو غوره او انساني طريقه ده. کله چې له نور بدن څخه سر پرې کړل شي، د سړي ساه سمدستي وځي، خو کله چې يو څوک په دار ځړوې، ساه يې په ډېر تکليف له خولې څخه وځي.
اورپکى، فيصل

جگړن اعظم او د هغۀ ملگري نه پوهېږي چې دوى ته به لا نور څه ورپېښېږي.

اورپکو له يوۀ سرتېري څخه په اگست مياشت کې سر پرې کړ. درې نور تېره اونۍ په ډزو ووژل شول. له هغو سرتېرو سره چې موږ خبرې وکړې هغوى له دغو وژنو څخه خبر نه ول.

يوۀ اورپکي، فيصل، وويل: ''د سر پرې کول د وژلو تر ټولو غوره او انساني طريقه ده. کله چې له نور بدن څخه سر پرې کړل شي، د سړي ساه سمدستي وځي، خو کله چې يو څوک په دار ځړوې، ساه يې په ډېر تکليف له خولې څخه وځي. کله چې موږ وغواړو چا ته سزا ورکړو، موږ د هغۀ سر له ستونې نه، بلکې د څټ لخوا غوڅوو. دا ډېر دردوونکي وي او ډېر وخت نيسي چې مړ شي.''

موږ ته وويل شول چې يوې ډلې د ٥٣ سړو سرونه پرې کړي دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت