BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برمته شوي پاکستاني سرتېري خوشي شول
پاکستاني سرتېري (د ارشيف انځور)
له دوى څخه ١٦ سرتېري نژدې يوه مياشت مخکې تښتول شوي وو او درې نور سرتېري له يوۀ ملکي چارواکي سره يوځاى تېره اونۍ برمته شول
هغه ١٨ تنه پاکستاني سرتېري او يو چارواکى چې مخکې طالب پلوه وسله والو په سويلي وزيرستان کې تښتولي وو خوشي شوي دي.

له دوى څخه ١٦ سرتېري نژدې يوه مياشت مخکې تښتول شوي وو او درې نور سرتېري له يوۀ ملکي چارواکي سره يوځاى تېره اونۍ برمته شول. له لومړۍ ډلې څخه يو سرتېرى وژل شوى دى.

وروسته له هغه چې تېره مياشت د سيمه ييزو قبايلي مشرانو او حکومت تر منځ د سولې لس مياشتنى تړون مات شو، تاوتريخوالى په سيمه کې مخ په زياتېدو دى.

لږ تر لږه ٦٠ پاکستاني سرتېري او ٢٥٠ اورپکي په تېره يوه مياشت کې وژل شوي دي.

اتلس سرتېري وروسته له هغه خوشي شول چې د يوې سيمه ييزې قبايلي شورا غړي له وسله والو سره نن (سه شنبه) وختي جوړجاړې ته سره ورسېدل.

د پاکستان د پوځ وياند وحيد ارشد بي بي سي ته وويل: ''هو، يرغمل شوي کسان خوشي شوي او قبايلي مشرانو ته سپارل شوي دي.''

دۀ وويل سرتېري يې بې له کوم قيد او شرطه خوشي شوي او د هغو په بدل کې يې د اورپکو زندانيانو د پرېښودلو خبره رد کړه.

خو، ځينو سرچينو بي بي سي ته ويلي چې د اورپکو يو شمېر غړي به په پټه خوشي کړل شي.

د دوشنبې په ورځ اورپکو يوه داسې ويديويي پټه خپره کړه چې پکې د يوۀ سرتېري د سر پرېکول ښيي.

له کله چې حکومت تېره مياشت په اسلام اباد کې له سرۀ جومات څخه طالبان وايستل او ١٠٠ تنه يې پکې وژل، په قبايلي سيمه کې پر حکومتي ځواکونو بريدونه زيات شوي دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
د سرۀ جومات مشر 'ووژل شو'
10 جولاى, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت