BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:48 گرينويچ 2007 ,10 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
١٦ پاکستاني سرتيري تښتول شوي دي
پاکستاني پوځي ، پخوانى عکس
په وزيرستان کې د پاکستان پوځ له خوا د عملياتو تر پيل وروسته د پوځ پر ضد هلې ځلې گړندۍ شوې دي
د پاکستان پوځ د هغو ١٦ تري تم شويو عسکرو په لټه کې دى چې له افغان پولې سره نژدې په قبايلي سيمه کې داورپکو لخوا تېښتول شوي دي.

پوځ وايي دغه کسان يې په جنوبي وزيرستان کې د پنجشنبې ( زيارت ) په سهار تري تم شوي دي.

وياند دا ونه ويل چې دوى تېښتول شوي دي که څنگه خو چاواکي وايي دوى ځايي طالب اورپکو تېښتولي دي.

د پاکستان پوځ په وزيرستان کې د خپلو عملياتو د گړندي کيدو خبر هم ورکوي او وايي چې د شمالي وزيرستان په نښتو کې يې ١٢ اورپکي وژلي دي.

په يوۀ جلا مطلب کې د پاکستان سترې محکمې انتخابي کميسيون ته امر کړى دى چې په ٣٠ ورځو کې دننه دې ټول قانوني رايه ورکونکي راجسټر کړي .

ددې لپاره په ستره محکمه کې شکايت شوى وو چې `په ميليونونه وگړي د رايې ورکولو په لست کې نه دي اچول شوي.

دا لانجه له هغې وروسته راپورته شوه چې د چارواکو لخوا په خپاره شوي رسمي ټاکنيز نوملړ يا لسټ کې له نژدې ٥٢ ميليون وگړو څخه ٢٠ ميليونه تري تم وو چې د پنځو کالو له مخکيني شمېر څخه بېخي لږ دي .

دا وروستۍ نېټه له هغو گنگوسو يوه ورځ وروسته راغلې چې ويل کيدل ولسمشر مشرف ښايي بيړنى حالت اعلان کړي .

د بېړني حالت په لگولو سره هغه ټاکنې ځنډولې شواى چې د سږکال په پاى کې کېدونکې دي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال وايي جنرال مشرف په پاکستان کې دروان اخ وډب کنټرولولو پر سر د خپلو ملاتړيو او مخاليفينو له زيات فشار سره مخامخ دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت