BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:04 گرينويچ 2007 ,18 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په مېرانشاه بريد بيا پاکستاني سرتېري وژلي

پاکستاني پوځيان په شمالي وزيرستان کې
په تېره يوه اونۍ کې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د وژل شويو سرتېرو شمېره کابو ٩٠ ته رسېږي
په شمالي وزيرستان کې د ځايي اورپکو په بريد کې لږ تر لږه ١٦ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

دغه سرتېري طالب پلوه اورپکو چې له مخکې يې د اوربند ماتېدل اعلان کړي مېرانشاه ته نژدې په کمين کې وژلي.

راپورونه وايي پر پوځي کاروان باندې له بريد وروسته د اورپکو او سرتېرو تر منځ درنه جگړه شوې ده. په اسلام اباد کې د سرۀ جومات له کښلو وروسته د پاکستان په دغې شمال لوېديځه سيمه کې پر پوځ باندې د پرلپسې بريدونو يوه لړۍ پيل شوې ده.

پر سرۀ جومات باندې يرغل په وزيرستان کې اورپکي دېته اړ ايستل چې له حکومت سره تړل شوى جنجالي اوربند پاى ته ورسوي.

يوۀ پوځي وياند وويل له ١٦ وژل شويو سرتېرو سربېره، ١٣ نور مېرانشاه ته پرلار د لوړې منډيي په بريد کې ټپيان شوي هم دي.

داسې ښکاري چې طالب پلوه اورپکو په توپکو او توغنديو د پوځ پر تېرېدونکي کاروان بريد کړى دى.

پوځي چارواکي وايي يو شمېر وسله وال اورپکي هم په جگړه کې وژل شوي دي.

تېره ورځ همدغې سيمې ته نژدې يوۀ ځانمرگي بريد درې سرتېري او يو ولسي سړى ووژل.

له دغې وروستۍ مرگ ژوبلې سره په يوه اونۍ کې د وژل شويو پاکستاني سرتېرو شمېره شاوخوا ٩٠ ته رسېږي.

تېر ماښام په اسلام اباد کې د قانونپوهانو په يوه غونډه کې چاودنې ١٥ کسان ووژل. تر اوسه لا ښکاره نه ده چې بريد چا کړى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت