|
په اسلام اباد کې درنې چاودنې ١٥ کسان وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان په پلازمينه، اسلام اباد، کې د قانونپوهانو او قاضيانو د يوې غونډې په منځ کې چاودنه شوې او گڼه مرگ ژوبله يې اړولې. غونډه د پاکستان د گوښه شوي قاضي القضات، افتخار چودري، لپاره جوړېده. خو چارواکي وايي چې خپله چودري لا غونډې ته نه و رسېدلى چې چاودنه وشوه. د پوليسو لخوا د وژل شويو کسانو لومړنۍ شمېره ١٥ ښوول شوې. د تلوېزيون پر پردو د چاودنې په صحنه کې وينې ښوول شوې. چارواکي وايي دغه زوروره چاودنه د غونډې په ځاى کې له مخکې د يوۀ اېښودل شوي بم لامله رامنځته شوې. اسلام اباد پوره يوه اونۍ کېږي چې د سرۀ جومات له لانجې خلاص شوى دى. همدلته تېره سه شنبه، په سرۀ جومات کې له اورپکو زده کوونکو سره د پوځ اتو ورځو نښتو تر سل زيات کسان ووژل. د جومات له لانجې وروسته تاوتريخوالى د پاکستان د شمال لوېديځ سرحد ايالت قبايلي سيمو ته ولېږديد. په دغه سيمه کې په تېرو دريو ورځو کې په څلورو بريدونو کې تر ٦٠ زيات پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه 'د وزيرستان د تړون د ساتلو هڅې روانې دي'17 جولاى, 2007 | خبرونه د پاکستان په تازه بريد کې بيا سرتېري وژل شوي15 جولاى, 2007 | خبرونه د شمالي وزيرستان ځانمرگي ٢٤پوځيان وژلي14 جولاى, 2007 | خبرونه د سرۀ جومات مشر 'ووژل شو'10 جولاى, 2007 | خبرونه دسرۀ جومات نښتوکې پاکستانى ډگرمن ووژل شو08 جولاى, 2007 | خبرونه د وزيرستان ځانمرگي بريد پاکستاني پوځيان وژلي04 جولاى, 2007 | خبرونه د اسلام اباد په سرۀ جومات کې جگړه پيل شوه03 جولاى, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||