BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:02 گرينويچ 2007 ,17 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د وزيرستان د تړون د ساتلو هڅې روانې دي'
په وزيرستان کې پاکستاني ځواکونه
طالب پلوه اورپکو وروسته له هغه د سولې تړون لغو اعلان کړ چې حکومت سيمې ته په زرگونو سرتېري ولېږل
د پاکستان حکومت وايي د وزيرستان په قبايلي سيمه کې له قومي مشرانو سره خبرې کوي چې له ځايي خلکو سره د سولې تړون پرځاى وساتي.

ځايي مشرانو ويلي چې دوى وروسته له هغه د سولې تړون فسخه کړ چې حکومت په زرگونو اضافي سرتېري په سيمه کې ځاى پرځاى کړل.

د تړون د ماتېدا له اعلان وروسته په تېرو دريو ورځو کې د سرحد په شمال لوېديځ ايالت کې ٦٠ کسان په بريدونو کې وژل شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د سولې تړون لاهم پرځاى دى او له قومي مشرانو سره خبرې روانې دي.

د سرحد ايالت والي علي محمد جان اورکزي رسنيو ته ويلي چې د حکومت استازو د شمالي وزيرستان په مرکز، ميرانشاه، کې له مشرانو سره د تړون د اعتبار په اړه خبرې کړې.

دۀ ويلي: ''موږ هڅه کوو چې له دوى سره د دې لپاره جوړجاړى وکړو چې د سولې تړون پرځاى پاتې شي.''

ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي چې په قومي مشرانو په خپلو خبرو کې چارواکو ته شکايت کړى چې د تړون خلاف، حکومتي ځواکونو په پوستو کې بيا موضع نيولې او دا چې دوى ته د مخکينيو پوځي عملياتو خساره نه ده ورکړل شوې.

د سولې د دغه تړون له مخې چې تېر سپتمبر کې ومنل شو، ځايي اورپکو ژمنه کړې وه چې له ډيورنډ کرښې هاخوا په افغانستان کې به بريدونه نه کوي او بل به په غرونو کې پټ بهرني ياغيان باسي.

له ميرانشاه سره نژدې د ځانمرگي بريد سيمه چې پاکستاني سرتېري ورته ولاړ دي
د تړون د ماتېدا له اعلان وروسته په تېرو دريو ورځو کې د سرحد په شمال لوېديځ ايالت کې ٦٠ کسان په بريدونو کې وژل شوي دي

په داسې حال کې چې حکومت د نويو خبرو اترو خبره کوي، ځينې طالب پلوه اورپکو د نورو مذاکرو کول رد کړي.

د راپورونو له مخې، له شمالي وزيرستان څخه په زرگونو اوسېدونکي وروسته له هغه وتلي چې د تړون د ماتېدو خبر خپور شو.

په عين حال کې، د سرحد ايالت اعلى وزير اکرم خان دراني د مخورو ملايانو، ځايي مشرانو او د پارلمان د غړيو غونډه راغوښتي چې په سيمه کې د امنيت په اړه ورسره خبرې وکړي.

د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر پروېز مشرف د دې گام ملاتړ کړى چې قبايلي سيمې ته په زرگونو نور ځواکونه ولېږي.

په شمالي وزيرستان کې اضافي ځواکونه وروسته له هغه ځاى پر ځاى شول چې حکومت په اسلام اباد کې د سرۀ جومات کشاله بالاخره د زور له لارې حل کړه او هلته يې په نښتو کې نژدې ٩٠ خلک ووژل.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت