BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:47 گرينويچ 2007 ,08 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستاني پوځ : وزيرستان کې مو ٢٠ عسکر وژل شوي

پاکستاني عسکر
په قبايلي سيمو کې پاکستاني عسکرو ته په دې وروستيو کې ډير تاوان اوښتى دى
پاکساني پوځ قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د ٦٠ مخالفانو د وژل کيدو ادعا کړې ده ولې ځايي قبايل وايي چې وژل شوي اکثره کسان عام وګړي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي

د پوځ وياند تورن جنرال وحيد ارشد تازه جگړو کې د ٢٠ عسکرو د وژل کيدو خبره هم وکړه .

د پاکستاني طالبانو يوۀ وياند احمدالله احمدي له قوله ويل شوي دي چې جگړو کې يې هيڅ ځاني زيان نه دى شوى او دا چې د پوځ له خوا هوايي او مځکني بريدونو کې عام خلک وژل شوي دى .

د پوځ د وياند د وينا ترمخه تازه جگړې د يکشنبې په ورځ سهار هغه وخت پيل شوې چې د شمالي وزيرستان ميرعلى ښارګوټى څخه ١٠ کلوميتره جنوب ته د عسکرو په قافلو د وسله والو کسانو لخوا بريد وشو.

ځايي قبايل وايي چې جگړې د شمالي وزيرستان په خېسور ، جېلر او ايسوخېل پل سيمو کې شوي دي .

هغوي زياتوى چې جگړه جېلر سيمه کې هغه وخت پيل شوه چې پوځيانو دغه ځايې څخه د خپلې يوېپوستې له ختمولو وروسته واپس روان وو چې د يو ګاډي د خرابۍ له امله هغه ځايې کې پاتې شول چې خلکو پرې حمله وکړه .

ځائي خلکو او ژورناليستانو وويل چې پوځ بريدونو کې جنګي الوتکې هم استعمال کړې چې اکثره ګولۍ د عامو خلکو په کورونو پريوتې .

د پوځ وياند جگړو کې د څرخي چورلکو د استعمال تاييد وکړ او زياته يې کړه چې پوځ د کورونو په شمول هر هغه ځايې جايز هدف ګڼي چې ورڅخه په عسکرو ډزې وشي .

بل خوا مقامي چارواکو ميرعلي کې يوه قبايلي جرګه رابللې ده چې د دواړو غاړو ترمېنځه اوربند وکړي .
يو ځايي قبايلي ملک د ټيليفون له لارې بي بي سي ته وويل چې د ٢ ديني عالمانو مولانا ديندار او محمد عالم خان لخوا د لوډسپيکرو دلارو خلقو ته اعلانونه وشول چې سپينو بېرغونو سره جرگه کې گډون وکړي.

ځايي خلک وايى چې د جگړو له امله له ډيرو ستونزو سره مخامخ شوي دي او سيمه کې اکثره سړکونه تړلې شوي دي .

سيمې څخه د ترلاسه شوو معلوماتو ترمخه پوځ ميرعلي او شاوخوا سيمو کې بغير
د اعلان په ګرځيدو بنديز لګولى دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت