|
په سوات کې پوځيان طالبانو ته 'تسليم شول' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د صوبه سرحد په سوات کې د طالب پلوه اورپکي قومندان ملا فضل الله وسله والو ١٣٠ نور امنيتي سرتيري له تسليمېدو وروسته خوشي کړي دي. په سوات دره کي د امن سيمه ييزې قومي جر ګې له حکومته غوښتنه کړې ده چي په سوات کې د امنيت د ټينگولو لپاره دې دوى ته واک ورکړي. د ملا فضل الله وياند سراج الدين بي بي سي ته وويل چي دوى ١٣٠ نور امنيتي سرتيري له سلامي کېدو نه وروستو خوشي کړي دي. نوموړي زياته کړه چي تسليم شويو سرتېرو خپلې وسلې هم دوى ته پرې ايښې دي. سراج الدين وويل چي د مولانا فضل الله وسله والو د مټې او خوازه خپلې تاڼې هم پخپل واک کې اخيستې دي. په سوات کي قومي امن جرګې د مولانا فضل الله له شورى سره له خبرو اترو وروسته د حکومت نه غوښتنه کړې ده چي جرګې ته په سوات کې د امنيت د پرځاى کولو لپاره دجرګې پر غوښتنو غور وکړي او دوى ته دې د پرېکړې واک ورکړي. د جرګي يوۀ غړي سينټر راحت حسين بي بي سي ته وويل چې که حکومت دوى ته د امنيت د پرځاى کولو لپاره د فيصلې اختيار ورنه کړي، نو په ټوله ملاکنډ سيمه کې به د حکومت پر ضد پر احتجاجي خوځښت لاس پورې کړي. نوموړي زياته کړه چي ملا فضل الله له حکومت سره د خبرو اترو له پاره دا شرطونه ايښې چې په ملاکنډ کې دې شرعي نظام عملي کړي او د سوات نه دې ځواکونه ژر تر ژره وباسي. په وروستيو کې په سوات کې د حالاتو د کابو کولو لپاره پاکستاني حکومت ٢٥٠٠پوځيان ځاى پر ځاى کړي د چې د فضل الله د وسله والو په ضد عمليات وکړي. د عملياتو له پيلېدو او د حالاتو له خرابېدو سره په سيمه کې د خلکو کاروبار او د ژوند چارې سختې زيانمنې شوې دي او گڼ خلک وژل شوي دي. د پاکستان په ځينو سيمو، په ځانگړي توگه په سرحد ايالت کې، په تېر جولاى کې د اسلام اباد د سرۀ له محاصرې وروسته امنيت په بېسارې توگه خراب شوى. په سلگونو تنه پاکستاني سرتېري له هغه مهال راهيسې د طالب پلوو اورپکو په بريدونو کې وژل شوي او نور برمته نيول شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه سوات کې سخته جگړه روانه ده26 اکتوبر, 2007 | خبرونه د پاکستان په تازه بريد کې بيا سرتېري وژل شوي15 جولاى, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||