BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:48 گرينويچ 2008 ,27 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د مرستو دهمغږۍ نړيوال کنفرانس جوړېږي

سپنتا
ښاغلي سپنتا وويل په غونډه کې به د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې د مرستو او د هغې د ستراتېژۍ په اړه خبرې وشي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي ډېر ژر به له دغه هېواد سره د مرستو دهمغږي کولو په موخه يو نړيوال کنفرانس جوړ شي.

دغه ناسته چې ټاکل شوې په فرانسه کې جوړه شي، گډونوال به يې د افغانستان په چارو کې د نړيوالې ټولنې پر ونډې له سره کتنه وکړي.

ټاکل شوې چې دغه ناسته د روان زيږديز کال د جون په مياشت کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر رنگين داد فرسپنتا وايي په غونډه کې به د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې د مرستو او د هغې د ستراتېژۍ په اړه خبرې وشي.

هغۀ وويل: ''د افغانستان اوسنى حالت د دې غوښتنه کوي چې موږ بايد د دغه هېواد د شته ستونزو، او په دغه هېواد کې راغلى بدلون، له ترهگرۍ سره مبارزه او د افغانستان د بيا رغنيزو چارو په برخه کې د نړيوالې ټولنې پر ونډې له سره کتنه وکړو.

ښايي د ښاغلي سپنتا دغه څرگندونې د خپل هېواد په چارو کې د نړيوالې ټولنې د نفوذ د پراختيا د اندېښنو غبرگون وي.

تر دې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په ترټولو ناارامه ولايت هلمند کې له طالب وسله والو سره د برتانيا پر چلند هم کلکه نيوکه کړې وه، او ان د خپل هېواد لپاره د ملگرو ملتونو له لورې د وړاندې شوي برتانوي پډي اشډاون استازيتوب هم ونه مانه.

افغان دولت نيوکه کوله چې ښاغلي اشډاون ته يې د هغه د ندې په پرتله لوړ صلاحيتونو ورکړل شوي دي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په پاريس کې د يادې شوې نړيوالې ناستې بله موخه له افغانستان سره د نړيوالو مرستو همغږي کول په گوته کړل.

دمگړۍ داسې نه بريښي چې په دغه غونډه کې به دافغانستان په کورنيو چارو کې د ځواکمنو هېوادونو داحتمالي ډېرېدونکي اغېز په اړه خبرې اترې وشي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت