شير آغا کريمى لندن |  |
 | | | دافغانستان په اړه د لندن دا کنفرانس چې د بن د موافقت نامې له بشپړيدو څخه وروسته دوهم مهم نړيوال کنفرانس دى |
لندن به په راتلونکې اونۍ کې د افغانستان په اړه د يوه دوه ورځني ستر نړيوال کنفرانس کوربه وي او په ترڅ کې به يې افغان حکو مت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل د ملي ودې په نوم د ستراتيژې سند ياتوافقنامه کنفرانس ته د بحث لپاره وړاندې کړي . دافغانستان په اړه د لندن دا کنفرانس چې د بن د موافقت نامې له بشپړيدو څخه وروسته دوهم مهم نړيوال کنفرانس دى ، په حقيقت کې به د افغان حکو مت او د نړيوالې ټولنې تر منځ په راتلونکو پنځو کلنونو کې د مرستو او يو بل ته د زمه واريو د ورکولو د تازه کولو يوه موافقت نامه او سند لاس ليک کيږي . د بن د موافقت نامې د پلي کيدو په نتيجه کې افغانستان د يوه اساسي قانون، د منتخب حکو مت اود ملي پارلمان څښتن شو او افغان حکو مت او نړيواله ټولنه د ودې د ملي ستراتيژې د سند په پلي کولو سره غواړې په دريو ډگرنو د امنيت ، د يوه ځواکمن دولت چې د قانون د پلي کيدو جوگه واوسي او په ټوله نيزه او اقتصادي ډگرونو کې د پام وړ پرمختگ وکړي. دلندن کنفرانس چې د ولسمشر حامد کرزي، د برتانيې د لو مړي وزير توني بلير او د م م ملتونو د سر منشي کوفي عنان تر رياست لاندې به جوړيږي له ٦٠ څخه د زياتو ملکونو او ځينو نورو موسسو استازي به پکې برخه اخلي . له دې سره چې حکو مت د ملې ستراتيژۍ د سند د بشپړيدو خبر ورکړى خو تر دې دمه يې ټوله نيزه رسنيو ته زيات جزييات نه دي په ډاگه شوي ددې لپاره چې ددې پلان نور جزئيات مو راسپړلي وي د هغو په مثبتو او منفي نقطو مو رڼا اچولې وي او له تېرو هغو سره مو تر يوه حده پرتله کړي د دي اونۍ بحث مو همدې موضوع ته بيل کړى او په بحث کې راسره له کابل نه د افغانستان د ملي اقتصاد وزير مير محمدامين فرهنگ، د افغانستان دديموکراتو حقوق پوهانو د ټولنې مشر او د افغانستان د پارلمان غړى کبير رنجبر او افغان څيړونکى حبيب اله رفيع راسره ميلمانه دي زه شيراغا کريمي يم درنو ميلمنو ته ښه رغلاست وايم |